د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

محمدخان: پر کور مې برید شوی، خو د عاملینو په اړه یې لاهم جزئیات نشته


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

د شنبې په شپه وسله والو په کابل کې د مخکېني نظام د اجرائیه ریاست د مرستیال محمد خان پر کور برید وکړ.

نوموړی وايي، وسلوال کسان شپه مهال د ده کور ته ننوتل، مېرمن ، یو زوی او یو ساتونکی یې ورته ووژل.

دا زیاتوي، دا پیښه د کورني اختلافاتو یا غلا له امله نه وه او تراوسه یې د عاملینو په اړه هم څه جزئیات نه شته.

محمد خان ازادي راډیو ته وویل:" په هېڅ وجه کورني اختلافات نه ول، او دا اوازې چې هر چا اچولې د حقیقت د پټولو لپاره دي، دوهم دا چې دا غله هم نه وو او له کوره هېڅ شی نه دي ورک شوی."

محمد خان ازادي راډیو ته وویل په هېڅ وجه کورني اختلافات نه ول
محمد خان ازادي راډیو ته وویل په هېڅ وجه کورني اختلافات نه ول

د محمد خان په خبره، په دغه پېښه کې یې زوی لومړی په کېبل له مرۍ تړل شوی او بیا یو ډز په زړه ویشتل شوی، مېرمن یې ۴ ډزه ویشتل شوې او ټپي شوې وه چې په سبا یې بیا په روغتون کې ساه ورکړه او یو تن ساتونکی یې هم وژل شوی بل تپي دی چې تراوسه طالبانو ورته د خبرو کولو اجازه نه ده ورکړې.

له دغې پیښې د محمد خان باجه روغ وتی چې په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندان تر پیښې وروسته د نوموړي په حواله دا موضوع کورنی اختلاف بللی و.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د چهارشنبې په ورځ د دې پېښې په تړاو ازادي راډیو ته وویل:" زموږ ټویټ ځینو رسنیو غلط راخیستی و، هغه زموږ ادعا نه وه چې د انجینر صاحب په کور کې خپل منځي شخړه رامنځته شوې ده. موږ د ده د باجه له قوله رسنیو سره جزئیات شریک کړي وو او هغه هم په لومړنیو؛ زموږ تحقیقات اوس هم جریان لري، روان دي او چې کله هم بشپړ شي رسنیو سره به یې شریک کړو"

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران
په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران

محمد خان وایي، احتمال لري چې کوم کس د طالبانو په جامه کې او یا هم داسې طالبان چې د خپلو مشرانو فیصلې نه مني، د نوموړي د کورنۍ غړي وژلي وي.

نوموړي وویل، چې څه موده وړاندې د څلورمې او پنځمې امنیتي حوزې د یو شمیر غړو په شمول څو کسان د غلا په موخه د هغه کور ته ننوتي وو خو له نیول کېدو وروسته دغو حوزو ته وسپارل شول.

محمد خان وايي، دغو کسانو همغه وخت د ده زوی او یو ساتونکی ګواښولي وو چې ډېر ژر به خوشې او دوی به ووژني.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG