د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

پلازمېنه کابل او لویو ښارونو کې د کرونا مثبتې پېښې بیا په ډېرېدو دي


ارشیف؛ د افغان جاپان روغتون
ارشیف؛ د افغان جاپان روغتون

پلازمېنه کابل او لویو ښارونو کې د کرونا مثبتې پېښې بیا په ډېرېدو دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د شمېرو په اساس څو پرله پسې ورځې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په ورځنۍ کچه شااوخوا څلورو سوو ته رسیږي.

له کرونايي ناروغانو یوه لویه برخه ښه شوي خو ځینې چې روغتیايي حالت یې نازک وو مړه شوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر یکشنبه د تازه ثبت شویو پېښو په اړه په یوه غږیز پیغام کې وویل:" له ۱۵۳۷ سمپلونو څخه چې په ۲۴ ساعتونو کې مو اخیستي ۴۵۲ مثبتې دي. ۶۷۵ کسان ښه شوي خو متاسفانه شپږ تنه مړه شوي. دوه په کابل، یو په کندهار، یو په بلخ، یو په ننګرهار او یو هم په پنجشېر کې."

ارشیف؛ افغان جاپان روغتون
ارشیف؛ افغان جاپان روغتون

د کرونا مثبتې پېښې داسې وخت بیا ډېرې شوې چې اکثر روغتیايي مرکزونه د بودیجې له نشتوالي سره مخ دي او دغه حالت د ګڼو ناروغانو ژوند ته یو اضافي ګواښ رامنځته کړی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین عبدالباري عمر ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې شکایت کړی و چې نړیوالو تمویلونکو بنسټونو د کرونا د درملنې له مرکزونو سره خپلې مرستې درولي دي.

ښاغلي عمر زیاته کړې وه:" په نړیوالو غږ کوو په تېره بیا نړیوال بانک باندې چې دوی دې د روغتیا برخه سیاسي نه ګرځوي. په داسې یو حالت کې چې کرونا هم ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده دلته هغه روغتونونه چې اکمال یې دوی ترسره کاوه د بندېدو سره مخ دي."

ډاکتر عمر زیاته کړه له دې چې د کرونايي ناروغانو د درملنې اکثر مرکزونه په بهرنیو مرستو درېدلي وو مالیې وزارت دمګړۍ کومه بودیجه نه ده ورته ځانګړې کړې.

د ورلډ میټرز انفو وېب پاڼې د شمېرنو په اساس تر پرونه په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۱۷۰ زرو اوښتی دی.

له دې ډلې د مړو شویو خلکو شمېر ۷۴۹۴ بلل کېږي.

روغتیاپالانو ویلي چې ښایي واقعي شمېرې لا پسې لوړې وي ځکه اکثرو لرو پرتو سیمو کې خلک معاینې نه کوي او د مړینو د علتونو په اړه یې هم څه نه وايي.

XS
SM
MD
LG