د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

له افغانستانه وتلی وروستی امریکایي سرتېری د امریکا د یوه نوي پوځي ماموریت مشر دی


کریستوفر دوناهو 
کریستوفر دوناهو 

د تورنجنرال کریستوفر دوناهو څېره او نوم د ګڼو افغانانو په یاد پاتې دی.

دی د اګست د دېرشمې شپې ناوخته د کابل له هوايي ډګره د امریکايي پوځیانو د تخلیې پر مهال تر ټولو وروستی امریکایی پوځي وو چې الوتکې ته پورته شو او له افغانستانه ووت.

تورن جنرال کریستوفر دوناهو د امریکا د پوځ د ۸۲مې هوایي څانګې قوماندان دی.

هغه وخت د جنرال دوناهو تصویر چې د شپنیو کمرو په مټ اخیستل شوی و د ګڼو خلکو له تبصرو سره مخ شو.

چا ترې هرکلی کاوه او چا ترې ګیلې کولې چې افغانستان یې ځان ته پرېښود.

په هر حال دی اوس د امریکا د یوه نوي پوځي ماموریت مشر دی.

پولنډي او امریکايي سرتېري
پولنډي او امریکايي سرتېري

د امریکا دفاع وزارت د ده په مشرۍ یوه ډله امریکايي عسکر د خپلو اروپايي متحدینو د ملاتړ په هدف پولنډ ته استولي.

رویټرز اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا د ولسمشر په امر په پولنډ او رومانیا کې درې زره نوي عسکر ځای پر ځای کېږي او د یوې ډلې مشري به یې د جنرال کریستوفر دوناهو په غاړه وي.

جنرال دوناهو د همدې اوونۍ په پیل کې له خپلو عسکرو سره پولنډ ته رسېدلی او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې ګڼ نور عسکر هم له امریکا ورسره یوځای شي.

امریکا وروسته له هغې پولنډ او رومانیا ته د اضافي عسکرو د استولو پرېکړه وکړه چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید اندېښنې اوج ته رسېدلي.

امریکا متحده ایالاتونو هوډ ښودلی چې په اروپا کې د ناټو متحدینو د ملاتړ لپاره وروستۍ هڅې کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان ویلي روسیه ممکن هر وخت سبا یا ښايي څو اوونیو کې پر اوکرایین برید وکړای شي خو امریکا به د اوکراینیانو د مادي ملاتړ لپاره له خپلو متحدینو سره سختو ګډو هڅو ته دوام ورکوي.

روسیې بیا که څه هم لسګونه زره عسکر او درانه پوځي تجهیزات د اوکراین پولې ته نږدې ځای پر ځای کړي او هره ورځ پوځي مانورونه ترسره کوي خو د لوېدیځ دا تور ردوي چې په اوکراین برید کوي.

XS
SM
MD
LG