د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

پر بایډن نیوکې؛ نیویارک پوسټ: د امریکا زرګونه افغان ملګري لا هم هېواد کې دي


ارشیف، له کابله د تخلیې پروسه
ارشیف، له کابله د تخلیې پروسه
  • نیویارک پوسټ

نیویارک پوسټ ورځپانه د یوه نوي راپور په استناد لیکي، د متحد ایالاتونو د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړیو د بایډن اداره ملامته کړې ده چې د امریکا په لسګونو زره ملګري افغانان یې د طالبانو تر واک لاندې پریښي دي.

دا راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو او په کې ادعا شوې ده چې اجرایي څانګې د طالبانو ګواښونو ته په خپل وخت پاملرنه نه وه کړې.

په دې راپور کې سناتور جېم ریچ ویلي دي چې څو ساعته مخکې تردې چې طالبان کابل ونیسي چارواکو له کابله د خلکو د تخلیې چارې پيل کړې.

دې ورځپاڼې له دې مطلب سره هغه عکس هم خپور کړی دی چې په کې په زرګونو افغانان لیدل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د کابل له هوایي ډګر سره انتظار دي.

د راپورونو له مخې د یو شمېر افغانانو ترڅنګ په لسګونو امریکایان لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

نیویارک پوسټ د 'سي.اېن.اېن' ټلوېزیون په وینا لیکي چې نژدې اتیا امریکایان په افغانستان کې پاتې دي او غواړي چې له دغه هېواده ووځي.

  • د اتلانتیک شورا خپرونه

د اتلانتیک شورا خپرونه په یوه مطلب کې لیکي چې له کله طالبانو کابل نیولی دی، پاکستان ټینګار کوي چې لویدیځ دې د دوی دا ګاونډی همداسې یوازې نه پریږدي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان بیا-بیا نړیواله ټولنه هڅولې ده چې افغانستان دې نه منزوي کوي او له دې هېواد سره دې مرستې وکړي چې له بشري ناورینه وژغورل شي.

اتلانتیک شورا وړاندې لیکي:

په داسې حال کې چې اسلام اباد د خپل ګاونډي د ستونزو د حل لپاره ژمنې کوي د طالبانو په مشرۍ کابل له اسلام اباد سره د پخوانیو امنیتي اندېښنو د هوارولو په وخت ناخوښه ښکاري.

خپرونه بیا څرګندوي، د طالبانو قوماندانانو د پاکستان له لوري پر پولې د اغزن سیم پر لګولو سخت اعتراض کړی دی او عملاً یې هڅه کړې ده چې د دې پروژې مخه ونیسي.

د اتلانتیک شورا په خپره شوې مقاله کې دا هم راغلي دي چې طالبانو اسلام اباد ته ډاډ ورکړی دی چې له افغان خاورې به د دوی پر ضد څوک کار نه اخلي، خو تر اوسه طالبان په پاکستان کې د ممنوع شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي او د طالبانو په منځګړیتوب له پاکستاني لوري سره د (TTP) د اوربند له پای ته رسېدو وروسته دې ډلې د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په ښارونو کې بریدنه پیل کړي دي.

  • کانورسېشن خپرونه

د لویدیځ بله خپرونه، کانورسېشن په خپله تازه ګڼه کې لیکي، نړیواله ټولنه، طالبان چې پروسږکال یې په اګسټ کې کابل ونیو، له نږدې څاري.

د خپرونې په باور دې ډلې ته د اندېښنې لپاره موجه دلیل شته، دوی یو ځل بیا د ډار او وېرې د خپرېدو له لارې واکمنۍ ته مخه کړې ده.

په نویمه میلادي لسیزه کې د طالبانو حکومت له بشري حقونو څخه په سرغړونو مشهور شوی و.

کانورسېشن خپرونه لیکي:

په تېرو څه باندې پنځو میاشتو کې چې طالبانو واک ترلاسه کړی دی په افغانستان کې شپږ زره څلور سوه خبریالانو خپل کار له لاسه ورکړی دی چې څلور اتیا فیصده یې ښځینه خبریالانې دي او ګڼ نور خبریالان له دې هېواده وتلي دي.

XS
SM
MD
LG