د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: تېرکال د ۵۷۷ په زړو سوریو ماشومانو درملنه شوې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کونړ ولایت اوسېدونکی عبدالحمد وايي لور یې چې ښاېسته نومېږي په زړه سورۍ ده، نوموړی د خپلې لور د درملنې توان نه لري، افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې د وړیا درملنې لپاره نوم لیکنه کړې ده.

عبدالحمد وايي: "ډاکټرانو راته ویلي، د لور زړه دې سوری لري، اوس ناروغه ده، تداوی یې دوی کوي، کنول یې ورته لګولی، پیچکاریانې ورته کوي په همغې ښه ده چې درمل یې نه وي، تکلیف پرې راځي."

نوموړی د درملنې د بهیر د چټکتیا غوښتنه کوي.

خو د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، وروستي ناسم اقتصادي وضعیت لامل شوی چې دا بهیر پڅ شي.

د دغې ټولنې ویاند نوراغا صاحب زاده وايي، د هېوادونو، مرستندویه ټولنو او په کور دننه د شتمنو خلکو همکارۍ او مرستې کمې شوي دي.

خو د ده په خبره له دې سره-سره کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د شلو ماشومانو درملنه شوې ده چې دا په کور دننه روغتونونو کې وه.

نوموړی دا وايي، چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د نېږدې شپږ سوو دغه ماشومانو درملنه شوې ده: "په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې موږ د ۵۷۷ تنو ماشومانو درملنه کړې ده چې دا په کوردننه او بهر شوې ده، پاکستان او هندوستان ته لېږل شوي دي."

خو د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، وروستي ناسم اقتصادي وضعیت لامل شوی چې دا بهیر پڅ شي.
خو د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، وروستي ناسم اقتصادي وضعیت لامل شوی چې دا بهیر پڅ شي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ویاند په خبره، په ورځني ډول اووه تر اتو کسانو پورې دوی سره د خپلو په زړونو سوریو ماشومانو د وړیا درملنې لپاره نوم لیکنه کوي.

ښاغلی صاحب زاده وايي، دوی دا بهیر له ۲۰۰۸ زېږدیز کال نه پیل کړی دی چې په یاده موده کې ټول د ۲۸ زره ماشومانو نومونه د درملنې لپاره دوی سره لیکل شوي دي، خو د افغاني سرې میاشتې ټولنه توانېدلې چې له دې شمېر یوازې د دولس زره او اته سوو، شپږ څلویښت ماشومانو درملنه وکړي.

XS
SM
MD
LG