د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

هند او د منځنۍ اسیا ۵ هېوادونو د طالبانو د رسمیت پېژندنې په برخه کې په ګډه کار کوي


ارشیف؛ طالبان د امریکایانو له وتلو وروسته
ارشیف؛ طالبان د امریکایانو له وتلو وروسته

د هند صدراعظم نرېندرا مودي پرون د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره د یوې غونډې کوربه وو.

اسوشیتېدپرېس خبري اژانس د یوه هندي چارواکي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، په دې انلاین غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د بشري بحران د ختمولو لپاره له افغانانو سره د مرستو او د نړیوالې رسمیت پېژندنې لپاره د طالبانو د حکومت د غوښتنې په برخو کې په ګډه کار وکړي.

هند او چین هریو په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره سیالي کوي.

د سین هوا خبري اژانس د راپور له مخې د چین ولسمشر شي جین پینګ د سې شنبې په ورځ، د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره د ورته غونډې کوربه و.

د پرونۍ سرمشریزې د پای په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د پراخې سیمې په کچه په دې برخه کې اجماع شته چې باید هلته یو رښتینی استازی او ټولشموله حکومت رامنځ ته شي، د تروریزم او مخدره موادو پرضد مبارزه وشي او د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونو ته درناوی یقیني شي.

تردې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي غونډې ته په وینا کې د هغو اندېښنو په اړه خبرې وکړې چې هند او سیمه یې د افغانستان له پلوه لري.

نرېندرا مودي د هغو اندېښنو په اړه خبرې وکړې چې هند او سیمه یې د افغانستان له پلوه لري.
نرېندرا مودي د هغو اندېښنو په اړه خبرې وکړې چې هند او سیمه یې د افغانستان له پلوه لري.

مودي وویل:" د سیمه ییز امنیت په برخه کې موږ ټول ورته اندېښنې او اهداف لرو او ټول د افغانستان د جریاناتو له کبله اندېښمن یو. دې ته په پام سره د سیمې د امنیت او ثبات په برخه کې زموږ ګډه همکاري نوره هم مهمه شوې ده."

هند په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره د لویو مرستندویو هېوادونو په کتار کې و او په اقتصادي پروژو کې یې له درې نیم میلیارد ډالرو زیاته پانګونه کړې وه خو په تېره اګست میاشت کې د طالبانو له واکنمېدو وروسته د کابل او نوې ډيلي اړیکي سړې شوې.

په عین حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې رینَت سندو پرون په نوې ډیلي کې خبریالانو ته وویل، ښاغلي مودي او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې یوه بل کاري ډله به رامنځ ته کوي څو د افغانستان او د سیمې د هغو هېوادونو لپاره چې په وچه پورې محدود دي، د سمندري لارې د برابرولو په مقصد د ایران پر چاه بهار بند کار وکړي.

هند په دې وروستیو کې د چاه بهار بندر او د هغه د اړوندو سړکونو او د رېل پټلۍ د رغونې لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونې ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG