د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

سرچینې: روانه اوونۍ د تېر نظام د ۳ امنیتي سرتېرو په ګډون ۵ کسان وژل شوي


ارشیف؛ ایمرجنسي روغتون
ارشیف؛ ایمرجنسي روغتون

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هدفي وژنو په دوام دا اوونۍ د پنځه کسانو چې درې یې د پخوانیو ځواکونو سرتېري وو وژل کېدل یې تائید شوي دي.

د عبدالرزاق بلوڅ چې د جدي میاشتې په ۲۹ نېټه په کابل ښار کې یې له کوره تښتول شوی و د شنبې په ورځ یې کورنۍ د انسان تښتونکو له لوري د هغه د وژل کېدو خبر ورکړ.

عبدالرزاق بلوڅ په پاکستان کې سیاسي فعال و چې له اووه کلونو راپدېخوا یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه.

سیاسي فعاله او د عبدالرزاق بلوڅ همکاره او ملګرې سدره بلوڅ د ښاغلي بلوڅ د وژل کېدو د خبر د تائید تر څنګ ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې هغه د پاکستان د استخباراتو له لوري د طالبانو په همکارۍ وژل شوی دی.

نوموړې وایي چې د هغه مړی تراوسه یې کورنۍ ته نه دی ورکړل شوی .

سدره وایي:" د یو کډوال په توګه یې ژوند کاوه، یو څو ورځې کېږي چې موږ د هغه د مړي د پیدا کولو لپاره څو روغتونونو ته ولاړو خو ومو نه موند، د طالب چارواکو او سرې میاشتې نه مو هم د مرستې غوښتنه وکړه خو ونه شو، کله وایي چې مړی یې کابل کې دی کله وایي په کنړ کې دی خو تر اوسه نه دی پیدا شوی، معلومه ده چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستاني کسان په ډېره ازادۍ کابل کې ګرځي او د طالبانو په مرستې بلوڅ کډوال لټوي.”

ارشیف؛ په کابل کې چاودنه
ارشیف؛ په کابل کې چاودنه

طالبانو د دغو مشخصو وژل شویو پېښو په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه خو د جزئیاتو له ورکولو پرته یې ټولې پېښې رد کړې.

ځینو باخبرو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې په همدې ورځو کې د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت د صفر پنځه قطعې افسر اتل اڅکزی، په یوه ورته پېښه کې په کابل کې د نا پېژانده کسانو له لوري ووژل شو.

خو د اتل اڅکزي یو خپلوان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ادعا کړې چې اتل اڅکزی په لومړیو کې د طالبانو د ملي امنیت یو ریاست ته بیول شوی و او تر شکنجې وروسته ووژل شوی.

خو د اتل اڅکزي کورنۍ خبرو کولو ته حاضره نه شوه.

په یوه بله پېښه کې د همدې اوونۍ د یکشنبې په ورځ سعدي خالدي چې څه باندې ۲۰ کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره له ایرانه افغانستان ته راکډه شوی و او له تېرو ۸ کلونو راپدېخوا یې په دغه هېواد کې سیاسي پناه اخیستې وه، د کابل په کلوله پشته سیمه کې د نا پېژانده کسانو په ډزو کې ووژل شو.

د پېښې په سیمه کې ځینو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی خالدي د دوو موټر سایکل سپرو کسانو په ډزو کې ووژل شو.

کابل؛ طالبان
کابل؛ طالبان

خو د دې ورځ سبا هم د تېرو دوو ورځو په شان له ورته پېښو خالي نه وه.

د دوشنبې په ورځ د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت د ځانګړې قطعې یو پخوانی افسر احمد تمیم پنجشېري د وسله والو له لوري د حملې په ترڅ کې د درېیو مرمیو په لګېدو ووژل شو.

د تمیم پنجشېري خپلوان چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې هغه څو ورځې مخکې د نا پېژاندو کسانو له لوري څارل شوی و.

د تمیم پنجشیري یو خپلوان چې نه غواړي نوم یې خپور شي تور لګوي چې طالبان د دغې پېښې عاملین دي. _ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې.

دی وایي:" د طالبانو د استخباراتو کسانو پرې ډزې وکړې، تمیم د دې لپاره چې له خپل کوره لږ لېرې شي څو متره لېرې لاړ خو درې مرمۍ یې وویشت خو بیا هم څو قدمه مخکې ولاړ خو له پښو ولوېد او ځای پر ځای شهید شو، وروسته د نیم ساعت لپاره یې مړی په کوڅه کې پروت و هېڅ چا ته اجازه نه وه چې ور نږدې شي او بیا وروسته په ډېرې بې حرمتۍ مړی یې په موټر کې اچولی او بیا یې دوه ورځې وروسته کورنۍ ته تسلیم کړ."

هرات هم په دې ورځو کې د ورته پېښو شاهد و.

د سې شنبې په ورځ د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ مخکېني قوماندان حبیب الرحمن ملک زاده هم په هرات ولایت کې د نا پېژانده کسانو په ډزو کې ووژل شو.

ښاغلی ملک زاده د مقاومت جبهې له مخکښو غړو څخه و.

د ښاغلي ملک زاده کورنۍ او ملګري د دغې پېښې په تائید ازادي راډیو ته وویل چې طالبان پر هغه د حملې مسؤلین دي _ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې.

د دغو پنځو پېښو جزئیات مو د طالبانو حکومت سره هم شریک کړل، خو د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همراز په دې پېښو د طالبانو لاس لرل رد کړل.

تر دې مخکې د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د قوس په ۹ نېټه په یو راپور کې ویلي و چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، د تېر جمهوري حکومت شااوخوا سل پخواني سرتېري د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د محکمې له حکم پرته یا اعدام کړل یا هم په زور یې لا درکه کړي دي.

هغه موضوع چې د طالبانو حکومت د ردولو تر څنګ یې په دې اړه د اسنادو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG