د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د طالبانو له واکمنېدو وروسته همجنس بازان له څه ډول امنیتي ستونزو سره مخ دي؟


طالبان
طالبان

د افغانستان یو هم‌جنس باز نجیب فیضي چې اوس جرمني کې اوسېږي وايي، هغه مهال چې افغانستان کې اوسېدو له بد برخلیک سره مخ و.

نوموړی وايي، د نورو ځوانانو بر عکس د متفاوتي جنسي لېوالتیا او دا چې خوښېدل یې د ښځو په څېر سینګار وکړي او لباس واغوندي، تل تر ګواښ او توهین لاندې و.

نجیب فیضي ازادي راډیو ته وویل:" زه د خلکو په څېر نه وم، توپیر مې لاره، غوښتل مې درګ کوین واوسم او ښځینه جامې واغوندم. غوښتل مې سینګار وکړم. البته د تل لپاره نه، بلکې یو څه وخت لپاره. زما کړنو توپیر لاره، ښوونځي کې به شکنجه کېدم او ښکنځلې به راته کېدې. وهل کېدم به. له ما څخه به لېرې تلل او ګواښونه به یې راته کول. ښوونځي کې به یې زما خواړه چور کول او کتابونه به یې را څخه پټول، ځکه زه د هغوی په څېر جګړه‌ مار نه وم او مهربان وم."

په جرمني کې مېشت همجنس باز نجیب فیض
په جرمني کې مېشت همجنس باز نجیب فیض

نجیب فیضي وايي، لېوالتیا د هر انسان فطري موضوع ده او نه‌باید ټولنه او حکومت د خلکو په بدن کې دا ډول احساس له‌منځه یوسي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار او د ښکاره عمل نړیوال Outright Action International سازمانونو د چهارشنبې په ورځ په یوه ۴۳ مخیزه راپور کې په افغانستان کې د هم‌جنس بازانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

دا راپور له ۶۰ هم‌جنس بازانو، دوه‌جنس بازانو او ترانس جندر سره په اکټوبر، نومبر او ډسمبر میاشتو کې د مرکو وروسته لیکل شوی او زیاتوي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، د دوی پر وړاندې ګواښونه لا زیات شوي دي.

د دې راپور پر بنسټ، له دوی ډېری کسان افغانستان کې دي، یو شمېر ګاونډیو هېوادونو مېشت شوي چې په زور د بېرته ستنېدو ګواښ سره هم مخ دي او یو ډېر لږ شمېر یې داسې هېوادونو کې دي چې د خوندیتوب احساس کوي.

په دې راپور کې ډېرو هغو کسانو چې مرکې ورسره شوي ویلي، د متفاوتې جنسي لېوالتیا یا هم جنسیت پېژندنې له امله د طالبانو د غړو له ګواښ او یا هم جنسي ځوروني سره مخ شوي دي.

یو شمېر نورو بیا ویلي، د خپلې کورنۍ د غړو، ګاونډیانو او هغوی له‌خوا چې ورسره یې عاشقانه اړیکه درلوده، له دوی ناوړه ګټې اخیستې او اوس د خپل خوندیتوب لپاره له طالبانو ملاتړ کوي.

د ښکاره عمل نړیوال سازمان څېړونکي لسټر فډر ازادي راډیو ته وویل: " موږ له هغو هم‌جنس بازانو سره چې د ډله‌ییز جنسي تیري او یا هم د خپلې کورنۍ له‌خوا پر دوی د برید او نورو ګواښونو له امله د ځان ساتنې په هدف طالبانو سره یو ځای شوي خبرې وکړې. دوی د دولتي بنسټونو له‌خوا د هېڅ ډول خوندیتوب هیله نه‌لري. د هغو هم‌جنس بازانو لپاره چې غواړي وطن پرېږدی، ډېرې لږ چانس شته. د افغانستان ډېرو ګاونډیانو کې هم هم‌جنس بازي جرم ګڼل کېږي. د دې بیان چې د طالبانو بیا ځلي واکمنېدل د هم‌جنس بازانو لپاره څومره ګواښوونکي او وېرونکي دي، سخت دی."

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدربار ازادي راډیو ته وویل: "د اګسټ په پنځه‌لسمه د طالبانو بیا ځلې راتګ د بشري حقونو په بېلابېلو برخو ورانونکی اغیز کړی دی. هم‌جنس بازان یو له هغو دي چې د طالبانو له راتګ وروسته، ډېر اغیزمن شوي. طالبانو روښانه ویلي، د هم‌جنس بازانو حقونو ته درناوی نه کوي او له دوی به ساتنه و نه کړي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدربار

خو د طالبانو حکومت که څه هم له هم‌جنس بازانو سره د دوی د کسانو له‌خوا د جنسي تېري ادعا ردوي، خو زیاتوي، هم‌جنس بازي په افغان ټولنه ځای نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ‌ذبیح‌الله مجاهد وايي ازادي راډیو ته وویل، هم‌جنس بازي د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف عمل دی او مخه به یې ونیول شي.

مجاهد وایي:"مهمه موضوع دا ده چې دا یو اسلامي هېواد دی او هم‌جنس بازي دلته جرم دی. زموږ ټولنه دا نه مني او اسلام یې هم په کلکه ردوي. له همدې امله موږ په خپله ټولنه کې دا عمل نه لرو او هغه کسان چې د اشغال له امله پیدا شوي، طبعاً چې زموږ د ټولنې او دیني د ارزښتونو خلاف دي او مخه به یې ونیول شي."

مجاهد وایي دا یو اسلامي هېواد دی او هم‌جنس بازي دلته جرم دی
مجاهد وایي دا یو اسلامي هېواد دی او هم‌جنس بازي دلته جرم دی

د بشري حقونو د څار او د ښکاره عمل نړیوال سازمانونو په راپور کې راغلي، هم‌جنس بازان یوازې د طالبانو د تاوتریخوالي او ګواښ سره مخ نه دي، بلکې دوی د طالبانو له واکمنۍ وړاندې هم، د متفاوتې جنسي لېوالتیا له امله له امله له ډېرو ګواښونو له دې دلې، جنسي ځورونې، په زور د ودونو، د کورنۍ له‌خوا د فزیکي تاوتریخوالي، له ښوونځیو د شړل کېدو، باج اخستنې او له کوره د ویستو پېښې تجربه کړي دي.

د دې راپور پر بنسټ، د جمهور رئیس غني په مشرۍ مخکني حکومت په ۲۰۱۸ کال کې یو قانون تصویب کړ چې په واضحه ټکو یې هم‌ جنس بازي جرم وګنله او د جزا مخکېنی کود هم په دې اړه د مبهمو مادو لرونکی و چې هم‌جنس بازي یې جنايي جرم تفسیر کړی و.

د بشري حقونو د څار سازمان له دولتونو غواړي چې پر طالبانو د هم‌جنس بازانو د حقونو د خوندیتوب لپاره لازم فشار راولي، څو هم‌جنس بازان وشي کولای بې له کومه ګواښه بشري مرستو او ترخوا یې د پناه اخستنې له فرصتونو ګته واخلي.

نجیب فیضي وايي، لېوالتیا د هر انسان فطري موضوع ده او نه‌باید ټولنه او حکومت د خلکو په بدن کې دا ډول احساس له‌منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG