د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

 د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه درې ورځنۍ خبرې پیل شوې


د ناروې پلازمېنه اوسلو
د ناروې پلازمېنه اوسلو

د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه درې ورځنۍ غونډه پیل شوه.

د دې غونډې په لومړۍ ورځ یعنې نن طالب ۱۵ کسیز حکومتي پلاوی د افغانستان د مدني ټولنې له غړیو، خبریالانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره د بشري حقونو په اړه خبرې اترې کړې دي.

خو د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو به د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د لوېدیځو ډیپلوماټانو چې امریکايي استازي هم په کې شامل دي، بحثونه وکړي.

فرانس يرېس خبري اژانس لیکي، دا خبرې د سوریا موریا په هوټل کې د تړلو دروازو تر شا شوي دي .

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، پلاوی به یې له امریکايي او اروپايي استازو سره د دوی پر حکومت د لګولو شویو بندیزونو، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو، له افغانستان سره د بشري مرستو، د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا، پانګه‌ونې او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

دی هیله‌مند دی چې دا غونډې به ښې پایلې ولري.

ښاغلی کریمي وایي:"په ټوله کې د دې هیله‌مندي شته چې دا سفر ښه پایله ولري او هیله بښوونکی وي. "

خو هغه څه چې د دې غونډې د بحثونو مهمه ټکی جوړوي، په افغانستان کې روان بشري او ټولنیز وضعیت دی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په حواله چې دا درې ورځنۍ غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنی نه ده، بلکې اساسي هدف یې په دې هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر وړاندې د راپورته شویو ستونزو لپاره د حل‌ لارې پیدا کول دي.

په همدې حال کې په کابل کې د موج تحول په نوم ګوند یو شمېر غړو نن په خبري کنفرانس کې غوښتنه وکړه چې د اوسلو په غونډه کې باید پر طالبانو فشار راوړل شي چې په سیاسي، بشري، ټولنیزو او د بیان ازادۍ په برخه کې له خلکو اخبستل شوي ازادیو ته درناوی وکړي.

د دې ګوند غړې مونسه مبارز رسنیو ته وویل:"بالاخره په یوه سخت، تیاره، ناهیلي او یو ورک برخلیک سره مخ یو او د ناروې کنفرانس په همداسې یوه وخت کې ترسره کېږي. "

د دې ګوند، اوسنی وضعیت د افغانانو په ګټه دی او نړیوالې ټولنې ته په‌کار د چې د سمون لپاره یې یو پراخ او هر اړخیز بحث پیل کړي.

د اوسلو غونډې ته له افغانستانه تللو دوه افغان ښځینه فعالانو ازادي راډیو ته وویل، دوی به د افغان ښځو د هغو حقونو د ورکولو غوښتنه وکړي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترې اخیستل شوي دي.

په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، د دوی حکومت د نجونو او ښځو په زده‌کړې او کار محدویت لګولی دی.

معترضې افغانې مېرمنې
معترضې افغانې مېرمنې

خو یو شمېر هغو ښځو چې وروستیو کې یې کابل کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره لاریونونه او اعتراضونه کړي، ازادي راډیو ته رالېږلو پیغامونو کې ویلي، غونډې تللې افغان ښځې د دوی استازولي نه شي کولای او په کار وه چې خپله له متعرضینو څوک اوسلو ته تللې وای.

هاخوا په اوسلو کې هم یو شمېر افغانانو چې شمېر یې د لسو او شلو تنو ترمنځ و، د بهرنیو چارو وزارت مخ‌ ته را ټول شول او د عدالت او برابرۍ شعارونه یې ورکول.

پرون هم یو شمېر افغانانو هلته راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې طالب چارواکو ته دې ناروې ته د راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

ناروې هغه مهال چې لا طالبان واکمن هم نه و، څو ځله د افغان حکومت د استازو، سیاسیونو او طالبانو ترمنځ د غونډو کوربه‌توب کړی.

دا خبرې ځینې په پټه هم شوي دي.

ځینې سیاسیون وايي، د دې غونډې تر ټولو مهم بحث په افغانستان کې روان کشالې ته له سیاسي لارې د یوه حل د پیدا کېدو هڅه ده چې دوام به وکړي.

له ناروې وړاندې طالب حکومتي پلاوی په تهران کې د دوی د حکومت خلاف را پورته د مقاومت جبهې له غړو سره هم ولیدل، خو لېدو کتو یې پایله نه درلوده.

XS
SM
MD
LG