د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

معتادین:طالبان مو ډبوي؛ عالمان: د معتادینو ځورول د اسلامي ارزښتونو خلاف دي


کابل کې یو تن معتاد او وسله وال طالب
کابل کې یو تن معتاد او وسله وال طالب

ځينې معتادین ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت نظاميان ناوړه چلند ورسره کوي.دې معتادینو ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو نظاميان په ښار کې د ګرځېدو پر مهال هغوی ځوروي او ډبوي.

فقير محمد له څلورو کالو راهيسې نشه کوي او ډېری وختونه له کورنۍ څخه لېرې په کنډوالو کې شپې سبا کوي.

فقير محمد او اغامحمد چې د کابل ښار د باغ علي مردان په يوه څنډه کې د يوه دېوال پيتاوي ته یې پښې غځولي، د ټولنې د ناسم چلند په اړه شکايت کوي او وايي چې پخوا پولیسو ځورولو، خو اوس مو طالبان وهي او ډبوي.

انسان ته د محکمې له حکم پرته جزا ورکول او د معتادینو ډبول د شرعي احکامو خلاف کار دی

فقیر محمد وايي: "اوس چې طالبان نوي راغلي دي، په خدای قسم دی چې په يو کنډواله یا کوڅه کې په لاس ورشې، د توپک په کونداغ دې سخت وهي، بيا دې څوک پوښتنه هم نه کوي، موږ په ورځ کې سل افغانۍ پيدا کوو، نیمه ورځ نشه او نيمه ورځ خمار ګرځو، ژوند مو ډېر سخت دی."

اغا محمد بیا وايي: "په معتادینو کې چا ځان په بوجۍ کې نغښتی وي، خو دوی مرګونی ګوزار راباندې کوي، اووه اته تنه يې مړه کړل، د نادرخان غونډۍ پرسر د اوبو يو حوض دی، په دې حوض کې يې اچولي وو او دوی په کټ کټ ورته خندل، عمليان خو کمزوري دي، له همدې امله مړه شول."

کابل کې معتادین
کابل کې معتادین

ازادي راډیو وغوښتل چې د معتادینو د دې ادعا په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یا د کابل د امنيې قوماندانۍ د ویاند نظر هم وپوښتي، خو له پرله پسې هڅو سره-سره بیا هم په دې کار کې بريالی نه شو.

په دې اړه یو ديني عالم مولوي عطاالله فيضاني وايي، انسان ته د محکمې له حکم پرته جزا ورکول او د معتادینو ډبول د شرعي احکامو خلاف کار دی: "د انسان ډبولو ته جزا ويل کېږي او د جزا حد شريعت ټاکي. هغه جزا چې شريعت ټاکي عملي کول يې په محکمه او قاضي پورې اړه لري، په تېره بيا هغه خلک چې په ښار کې ګرځي لکه معتادین، د دوی وهل ډبول مطلق حرام کار دی، که دوی کوم جرم کړی وي او جرم يې د جزا وړ وي، جزا به محکمه ورته ټاکي او دا حکم به د محکمې قاضي صادروي."

د طالبانو حکومت په وروستیو درېیو میاشتو کې د کابل په ګډون له څو ولایتونو څخه معتادین راټول کړل او د درملنې لپاره يې په زندانونو کې وساتل.

که څه هم د مدني ټولنو فعالان په بازار کې د نشه يي موادو د کموالي له امله د طالبانو د حکومت د دې کار هرکلی کوي، خو له حکومته غواړي چې له معتادینو سره سم چلند وکړي او په زندانونو کې پر معتادینو زړه وسوځوي، ځکه چې هغوی ناروغان دي.

د طالبانو حکومت په وروستیو درېیو میاشتو کې د کابل په ګډون له څو ولایتونو څخه معتادین راټول کړل
د طالبانو حکومت په وروستیو درېیو میاشتو کې د کابل په ګډون له څو ولایتونو څخه معتادین راټول کړل

د محمديار ناظم په نوم يو مدني فعال د طالبانو له حکومته غواړي چې د اعتیاد د پراخېدو د مخنيوي لپاره د نشه يي موادو خرڅوونکو ونيسي: "د معتادینو ډبول غير انساني کار دی، دوی بايد د وهلو ډبولو پرځای د نشه يي موادو خرڅوونکي ونيسي چې له يوې خوا معتادین له نشو لاس واخلي او له بلې خوا انساني کرامت هم تر پوښتنې لاندې را نه شي."

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ ميلادي کال په منځنیو مياشتو کې په افغانستان کې د معتادینو شمېر تر دوو ميليونو ډېر وو، خو اوس چې د طالبانو د حکومت پنځه مياشتې تېرې شوي، د معتادینو د شمېر په اړه تازه معلومات نه دي خپاره شوي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG