د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اوکراین ته تللی


انتوني بلېنکن
انتوني بلېنکن

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر نن کیف ته ورسېد.

انتوني بلېنکن په داسې وخت کې اوکراین ته تللی دی چې دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي.

روسیې مخکې د اوکراین له پولي سره پوځیان ځای پر ځای کړي وو او اوس یې د اوکراین یوه ګاونډي بلاروس ته هم ځواکونه استولي دي.

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې به له ټاکلي مهالوېش سره سم انتوني بلېنکن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او یو شمېر نورو اوکرایني چارواکو سره خبرې وکړي بیا سبا برلین ته ولاړ شي او هلته د جرمني سربېره د فرانسې او بریتانیا له استازیو سره خبرې وکړي.

ارشیف؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین له ولسمشر سره
ارشیف؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین له ولسمشر سره

تر دې څلور اړخیزې غونډې یوه ورځ وروسته به ښاغلی بلېنکن په جینوا کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وګوري، دغو دوو جګپوړیو دیپلوماټانو پرون په ټیلفون هم خبرې کړې وې.

وروسته تر دې چې روسیې شااوخوا یولک سرتیري د اوکراین له پولو سره ځای پرځای کړل او په وروستیو ورځو کې یې بلاروس ته ځواکونه واستول چې هلته بیړني تمرینات ترسره کړي، په لوېدیځ کې د سخت کړکیچ په اړه اندیښنې زیاتې شوې .

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون وویل چې وضعیت خورا کړکیچن دی او اوس په داسې یوه حالت کې یو چې هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي.

وروسته تر دې چې روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه له خپلې خاورې سره یو ځای کړه دا تر بل هر وخت له وار له مخه مهالوېش پرته د اوکراین له پولو سره د روسیې د ډیرو ځواکونو ځای پرځای کیدل دي.

د اوکراین-روسیې پوله
د اوکراین-روسیې پوله

په ورته وخت کې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د ۲۰۱۴ کال له اپریل راپه دې خوا د بیلتون غوښتونکو وسله والو ملاتړ کوي، د دې وسله والو د جګړو په ترڅ کې تراوسه تر دیارلس زره دوه سوه ډېر کسان وژل شوې دي.

ماسکو دا خبره رد کړې ده چې پر اوکراین حمله کوي او ناتو یې تورنه کړې ده چې دا پلان لرې چې اوکراین ته غړیتوب ورکړي او بیا هلته تهاجمي وسلې ځای پرځای کړي.

په واشنګتن کې اوس دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې پر اوکراین ښایي روسیه د بلاروس له لارې حمله وکړي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه جګپوړي دیپلومات خبر ورکړ چې په بلاروس ته روسیي ځواکونه په غیر عادي ډول تللي دي او د پوځي تمریناتو خبره نه ده.

دې دیپلومات چې د نوم د نه اخیستو په شرط خبرې کولې دا خبره هم وکړه چې د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن لا هم په دې باور دی چې دیپلوماسي نه ده مړه.

تر دې څلور اړخیزې غونډې یوه ورځ وروسته به ښاغلی بلېنکن په جینوا کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وګوري، دغو دوو جګپوړیو دیپلوماټانو پرون په ټیلفون هم خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG