د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

د طالبانو له اجازې وروسته لاهم د افغانستان د بانکونو «ATM» ماشینونه 'غير فعاله' دي


د اې ټي اېم ماشین
د اې ټي اېم ماشین

نیږدې درې ورځې کېږي چې خصوصي بانکونو ته د طالبانو د حکومت له خوا اجازه ورکړل شوې چې خپل د صرافۍ اتومات ماشینونه ATM پرانېزي خو یو شمېر کابل ښاریان وایي چې دوی لا هم له دغو ماشینونو د پیسو په ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی سلیم وایي:" په میوند واټ کې د افغانستان د نړیوال بانک نمایندګۍ ته لاړم خو هغه تړلې وه او هرڅه ټول شوي وو د کابل ښار زیر زمیني کې هم د دې بانک نمایندګۍ ته هم ورغلم خو هغه ځای کې هم څه نه وو وزیر اکبرخان مېنه کې د دې بانک نمایندګۍ فعاله وه خو ATM ماشین فعاله نه و"

د افغانستان نړیوال بانک AIB سرپرست، اسدالله فیضي ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د یاد سیستم د فعالېدو په وړاندې چې کومې ستونزې پرتې دي هغه هوارې کړي او دا ماشینونه ژر فعاله کړي.

ښاغلي فیضي وویل چې د طالبانو له خوا دې بانک ته په یوه استول شوي مکتوب کې راغلي چې هره اوونۍ في کس ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ ډالر د صرافۍ د اتومات ماشینونو له لارې اخیستلی شي.

نوموړی زیاتوي:" موږ په تخنیکي مسایلو کار کوو ځکه د پیسو د ورکولو په برخه کې محدودیت وضع شوی چې پر بنسټ یې هره اوونۍ صرف ۴۰۰ ډالر یا ۳۰ زره افغانۍ خلکو ته ورکولای شو، پخوا دغه محدودیت نه و وضع شوی/ دا نوي تغیرات دي او شاید پنځه یا شپږ ورځې وخت ونیسي ترڅو دغه ماشینونه په داسې سیستم اعیار شي"

که څه هم د عزیزي بانک د اتومات صرافۍ د ماشینونو د پرانیستلو د جزئیاتو په تړاو د دې بانک د چارواکو په نظر اخیستنې بریالي نشو، خو د کابل ښار اوسیدونکې زهره وایي چې درې ورځې کېږي چې یاد بانک یو شمېر نمایندګیو ته د پیسو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي، خو ATM ماشینونه یې فعال نه دي.

نوموړې زیاتوي:"په دې څو ورځو کې د عزیزي بانک ATM ماشینونو ته مراجعه کوم، نن هم ورغلم خو لا تراوسه نه و فعاله شوي"

کابل ښاریان وایي، چې نور د بانکونو مخه ته له ساعتونو انتظار ستړي شوي او د طالبانو حکومت باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

شکریه د کابل ښار یو تن اوسیدونکې وایي:"خلک ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ که څوګ وغواړي پیسې ترلاسه کړي باید ساعتونه انتظار وکړي/ اسلامي امارت باید په دې برخه کې مرسته وکړي؛ATM باید ژر تر ژره فعاله شي او په دې برخه کې د اسلامي امارت رول ډېر مهم دی ځکه دغه محدودیتونه چې پیسې دي نورې کمي ورکړل شي د طالبانو له خوا وضع شوې"

خو د افغانستان بانک وايي، چې ټولو خصوصي بانکونه ته په یوه مکتوب کې اجازه ورکړي چې خپل د صرافۍ اتومات ماشینونه فعال کړي.

د دغه بانک ویاند صابر مهمند ازادي راډیو ته وویل:"د افغانستان بانک ټولو خصوصي بانکونو ته اجازه او هدایت کړی چې خپل ATM ماشینونه فعال کړي. زموږ له لوري رسمي اجازه لیک یا مکتوب خصوصي بانکونو ته استول شوی دی/ خصوصي بانکونه هم د خپل پلان له مخه په دې باندې کار کوي او په تدریجي ډول سره به ATM ماشینونه په کابل ښار او همدارنګه په خپل وخت سره په ولایتونو کې فعالېږي"

د جمعه په ورځ د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې رسنیو ته وویل چې د اونۍ په پیل سره سم به په ځینو سیمو کې د صرافۍ اتومات ماشینونه فعالېږي/ هغه کار چې ظاهراً د درې ورځو په تیرېدو لا هم نه دی شوی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په تېرو پنځه میاشتو کې د افغانستان د خصوصي بانکونو د فعالیتونو د عادي کولو د هڅو په ترڅ کې تراوسه یوازي په کابل ښار او ځینو ولایتونو کې د یو شمېر بانکونو محدودو څانګو خپل فعالیتونه پیل کړي او خپلو پېردونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG