د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

کونړیان: ۲ سیندونو او د برېښنا تولیدونکو ۲ فابرېکو کې لا هم تورتم ته ناست یو


د اسعداباد یوه څنډه
د اسعداباد یوه څنډه

په کونړ کې خلک د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي، د دې ولایت د مرکز اسعد اباد اوسېدونکي وايي، په دوو سیندونو او د برېښنا تولیدونکو دوو فابرېکو کې بیا هم تورتم ته ناست وي.

جامې ګنډونکي او نور هغه کسان چې برېښنا سره کارونه تړل شوي، شکایت کوي چې د برېښنا نشتوالي او د تیلو، ګازو بیو لوړوالي يې ورځنۍ چارې له خنډونو سره مخامخ کړي دي.

اسعداباد کې ۳۵ کلن زبیر چې جامې ګنډي وايي: "د برقونونو مشکلات دي. کارېګر هم وختي راشي او موږ هم، برقونه نه وي کار نه کېږي، که ډیزلې جنراټورونه چالانووو، خلک بې روګاره دي، پېسې نه لري. نو په دې خاطر موږ هم بې روزګاره ناست یو."

دلته د برېښنا نشتوالي یوازې جامو ګنډونکي او نور کاروباریان نه دي پريشانه کړي، بلکې د کورونو خاوندان يې هم تورتم ته کېنولي دي.

د کونړ د ولایت مقام
د کونړ د ولایت مقام

خو طالب چارواکي د برېښنا کموالی او په برېښنا کوټونو کې شته ستونزې مني او د ډېر ژر حلولو ژمنه يې کوي.

په کونړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "د برېښنا کوټ ظرفیت کمزوری دی او هغومره نه شي تولیدولی چې څومره کارول کېږي. د ورځې له خوا یوازې د ولایت مقام او یو شمېر دولتي ادارو کې برق وي او نور په همدې خاطر پرې کېږي چې برېښنا کوټ د زیات برق تولید توان نه لري. انشاآلله چې ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي."

د اوبو او برېښنا وزارت د پخوانیو چارواکو په خبره چې د کونړ پر لوی سیند له سور طاق څخه د څاګي پورې شپږ بندونه د یوې هندې کمپنۍ له خوا سروې شوي وو چې د برېښنا کوټونو جوړېدو په صورت کې شااوخوا ۷۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي چې دغه برېښنا د افغانستان له اوسني مصرفه څو ځله زیاته ده.

خو خلک ګېله کوي چې تېرو شلو کالو کې د پریمانه بهرنیو مرستو په شتون کې یوازې پر سرویو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د برېښنا وارودلو ته زیات کار شوی چې له امله يې په خپلو اوبو برېښنا کوټونه جوړ نه شول.

دوی وايي، د همدې وارداتې برېښنا په بدل کې هرکال په سلګونه میلیونه ډالر ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبیکستان ته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG