د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

ډېلي مېل: د کابل هوايي ډګر کې د ګډوډۍ پر مهال ورک شوی یو کوچنی هلک موندل شوی


د کابل هوایي ډګر
د کابل هوایي ډګر
  • ټایمز اف اسراییل

ټایمز اف اسراییل ایران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې راپور کې فرانسې خبري اژانس ویلي، د طالبانو پلاوی د افغان کډوالو او مخ په زیاتېدونکي اقتصادي بحران په اړه خبرې کوي.

په ټایمز اف اسراییل کې د دې راپور په یوه برخه کې راغلي چې ایران تراوسه د طالبانو نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

تهران د ۱۹۹۰ لسیزې په دوهمه نیمایي کې د طالبانو د حکومت لومړۍ دوره هم په رسمیت نه وه پېژندلې.

په تېرو پنځو میاشتو کې د طالبانو بېرته واک ترلاسه کولو وروسته د ایران په ګډون ګڼ هېوادونه د افغان کډوالو له نوې څپې سره مخامخ شوي دي.

له ایرانه د افغان کډوالو د اېستل کېدو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې د اسلام کلا په بندر کې د طالبانو د ادارې مشر عبدالله قیومي ازادي راډیو ته وویل چې له ایرانه هره ورځ له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې اېستل شوي افغان کډوال هرات ته راځي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل خبر ورکوي چې په کابل کې د ګډوډۍ پر مهال ورک شوی یو کوچنی هلک موندل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس دې راپور د یوه کوچني هلک کیسې ته پام کړی چې څو میاشتې وړاندې د کابل په هوايي ډګر کې امریکايي پوځیانو ته د اېستلو په بهېر کې سپارل شوی وو.

د هغې صحنې انځورونه په رسنیو کې په پراخه کچه راپور شوي چې دا کوچنی په اګست کې پر کانکریټي دیوالونو تر اغزن تارونو لاندې سرتیرو ته سپارل کیږي.

د راپورونو له مخې هغه مهال دا کوچنی د دوو میاشتو وو.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، زرګونو کسان د کابل هوايي ډګر ته ورغلل چې له افغانستانه ووځي.

رویټرز په دې راپور کې وايي چې په کابل کې یوه ټکسي چلوونکي دا کوچنی هلک کور ته یووړ او بالاخره یې د شنبې په ورځ خپلې کورنۍ ته وسپاره.

د هغه مور او پلار لا دمخه د خپلو نورو ماشومانو سره متحده ایالاتو ته تللي دي، او د راپورونو له مخې دا کوچنی اوس د دوی سره یوځای کېږي.

XS
SM
MD
LG