د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

متقي: هڅه کوو د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولرو


په ایران کې د امیر خان متقي په مشرۍ تللی پلاوی
په ایران کې د امیر خان متقي په مشرۍ تللی پلاوی

ایران ته د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت تللي پلاوي له بېلابېلو ایراني چارواکو سره کتلي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، په دې خبرو کې په سیاسي، اقتصادي، سوداګرۍ، ټرانزیټي او امنیتي مسایلو او د نفتي توکو په صادراتو خبرې شوي.

د طالبانو د حکومت له‌خوا رسنیو ته د ښاغلي متقي په استول شوي غږیز کلیپ کې هغه دا لیدنې ګټورې بولي او پایلو ته یې هیله مندي ښيي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، هڅه کوي د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولري.

ښاغلی متقي وایي:" زموږ هڅه دا ده چې د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره، اړیکې ښې وي او اختلافونه نه وي. د هېوادونو، حکومتونو او ولسونو یوه او بل ته ګټه ورسېږي. د سیمې هېوادونو لپاره افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د اتصال یوه ذریعه شي."

ښاغلی متقي وایي، هڅه کوي د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولري.
ښاغلی متقي وایي، هڅه کوي د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره متوازنې اړیکې ولري.

امیرخان متقي وايي، غواړو افغانستان داسې متوازن سیاست ولري چې کوم هېواد سره ټکر کې را نه شي او کړنې یې د کوم هېواد په ضد او یا هم ګټې تعبیر نه شي.

د جمهوري نظام پر مهال ایران له طالبانو په ملاتړ تورن و، خو تهران تل په افغانستان کې د سیاسي ثبات د راتلو خبره کوله.

ها خوا ایران هم وايي، له افغانستان سره یې تل د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا غوښتې.

د د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایران له افغانستان سره د دواړو ګاونډیو هېوادونو او د خلکو ګډو ګټو ته په کتو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کوي.

د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت د بېلابېلو چارواکو یو ګډ پلاوی پرون ماښام تهران ته تللی.

د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت د بېلابېلو چارواکو یو ګډ پلاوی پرون ماښام تهران ته تللی.
د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت د بېلابېلو چارواکو یو ګډ پلاوی پرون ماښام تهران ته تللی.

تهران ته د طالب چارواکو د سفر سره سم یو شمېر رسنیو دا راپورونه هم خپاره کړل چې ګنې ایران د طالبانو د رسمیت پېژندنې ته نږدې شوی دی.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې( د مرغومې په ۱۹مه) په خپله رسمي ټویټرپاڼه ولیکل، په افغانستان کې یې د سفارت ډیپلوماټیک فعالیتونه لکه د نورې نړۍ د هېوادونو په څېر د ویانا کنوانسیون د ۱۹۶۱ اصولو او تعریف شویو قواعدو پر بنسټ خپل کارونه مخ‌ ته وړي او په دې کې هېڅ ډول بدلون او تغییر امکان نه لري.

د ویانا کنوانسیون ډیپلوماټیک اصول او قواعد د دوو مملکتونو ترمنځ رسمي کنسولي خدمات رانغاړي چې د دوو مشروع حکومتونو ترمنځ پرې اړیکې مخ‌ ته ځي.

ایران سره د افغانستان د کډوالو او تر خوا یې د اوبو په سر هم مهم مسایل شته چې د بحث وړ ګڼل شوي.

ایران له افغانستان سره د اوبو د ستونزو په اړه د خبرو وړاندیز کړی او هیله لري چې د هلمند د اوبو سربېره، په نیمروز کې د کمال خان بند او په فراه کې د بخش اباد بندونو کې را ګرځول شوې اوبه هم ور پرېږدي.

افغان کډوال هم د افغانستان او ایران ترمنځ تل د اړیکو اغېزمنېدو یو مهم لامل دی.

راپورونه وايي، همدا اوس نږدې هره ورځ سلګونه افغانان د ایران له‌خوا بېرته افغانستان را استول کېږي، داسې مهال چې په افغانستان کې له وړاندې اقتصادي ناورین پیل شوی دی.

خو طالبان هڅه کوي چې ایران سره خپلې اړیکې ډېرې نږدې کړي او دا هېواد یې حکومت په رسمیت وپېژني.

خو تهران ته د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت د پلاوي له سفر وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره په ټیلفون خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG