د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

طالبان: د ۵ هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه لاهم قطر او ترکيې سره خبرې روانې دي


ارشیف، د کابل هوايي ډګر
ارشیف، د کابل هوايي ډګر

د ترکیې رسنیو پرون شنبه راپور ورکړ چې ترکیه او قطر د طالبانو له حکومت سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د فعالیت د مدیریت په تړاو یوې موافقې ته رسېدلې ده.

ځینو سرچینو د نومونو نه ښوولو په شرط د ترکیې رسنیو ته ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ګډون د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د فعالیت په اړه انقره او دوحه په خپلو کې له مخکې سلا شوي دي.

د ترکیې احوال خبري اژانس لیکلي، د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د تنظیم لپاره د ترکي او قطري شرکتونو ترمنځ تفاهم لیک د ډسمبر پر اوومه لاسلیک شوی دی.

ډپلوماتیکو سرچینو انادولو خبري اژانس ته ویلي، دغو شرکتونو موافقه کړې چې د مساویانه شراکت په چوکاټ کې به د دغو هوايي ډګرونو د فعالیت په اړه په ګډه کار کوي.

د طالبانو حکومت وايي، د قطر او ترکیې یو ګډ پلاوی د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسېد چې د افغانستان د دغو پنځو هوایي ډګرونو د تخنیکي کنټرول او مدیریت په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.

ترکي رسنیو راپور ورکړی چې له قطر سره یوځای د طالبانو له حکومت سره د دغو هوايي ډګرونو په اړه پر یوه موافقه سلا شوي
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې له قطر سره یوځای د طالبانو له حکومت سره د دغو هوايي ډګرونو په اړه پر یوه موافقه سلا شوي

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي په هغه ویډیو کې چې پرون یې ازادي راډیو ته راولېږله ویلي چې د دغو پلاوو او طالبانو ترمنځ خبرې لا هم دوام لري.

دی وايي: "د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د تړون په اړه زموږ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له تخنیکي ډلې سره غونډه وه. انشاالله دا غونډې به نورې هم دوام لري، څو د افغانستان اولیا ګټو په چوکاټ کې ورسره تفاهم ته ورسېږو."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کابل، هرات، جلال اباد، کندهار او مزار شریف د هوایي ډګرونو فعالیتونه یا بند شوي یا هم ټکني شوي او له افغانستان سره نړیوالې سوداګریزې الوتنې هم پخواني حالت ته نه دي راغلي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تلې/ میزان پر ۲۳مه نېټه په استانبول کې یوه خبریالانو ته ویلي وو، د کابل نړیوال هوايي ډګر د مسوولیت اخیستو په اړه له قطر او افغانستان سره خبرې کوي.

طالبانو که څه هم په پیل کې د ترکیې د دې هوډ مخالفت کړی و، خو وروسته یې یوه هیئت پر دې موضوع د خبرو لپاره ترکیې ته سفر وکړ.

د افغانستان د کابل او څلورو نورو ولایتونو هوايي ډګرونه افغانستان د بشري مرستو رسونې او د خلکو د لېږد رالېږد لپاره خورا مهم بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG