د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

په افغانستان کې له 'سلګونه بنسټونو' جوړ یوې مدني ټولنې د موجودیت اعلان وکړ


د 'افغانستان د مدني ټولنو ګډې کاري شبکې' یو شمېر غړي په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال
د 'افغانستان د مدني ټولنو ګډې کاري شبکې' یو شمېر غړي په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال

د 'افغانستان د مدني ټولنو ګډې کاري شبکې' د موجودیت اعلان وکړ.

د دغې شبکې غړي یې د جوړولو هدف د مدني ټولنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او له افغانستان سره له بشري مرستو څارنه بولي.

د افغانستان د عدالت غوښتنې بنسټ مشر او د دغې نوې جوړې شوې شبکې غړي محمد ادریس همت په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دغې شبکې د جوړولو بنسټیز هدف په افغانستان کې د مدني ټولنو انسجام، د نړیوالو مرستو راټولول، د افغان مدني ټولنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږي او له مرستو څارنه ده او موږ غواړو چې نړیواله ټولنه د افغانستان ګنګل شوې پیسې هم ازادې کړي."

ښاغلی همت وایي، د افغانستان د عدالت غوښتنې ټولنې په ګډون، د اکبر مؤسسه، د افغانستان ځوانانو ته د خدمتونو رسونې ټولنه، دغه‌شان ودان مؤسسه، په ټوله کې د افغانستان شااوخوا ۶۰۰ بنسټونه او مؤسسې د دغې شبکې غړیتوب لري.

د دغې شبکې غړي وایي چې په افغانستان کې د وروستیو بدلونو له امله ډېری هغه مدني فعالین چې په هېواد کې دننه‌یې فعالیت کاوه، اوس‌یې هېواد پرېښی او دوی وغوښتل دا تشه ډکه کړي.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د مدني فعالیتونو لپاره زمینه برابره او د مدني فعالینو د خوندیتوب په برخه کې همکاري وکړي.

هڅه مو وکړه په دې اړه او د دغې شبکې د جوړېدو په تړاو د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر هم ولرو، خو شاغلي ذبیح‌الله مجاهد او مرستیال‌یې بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په افغانستان کې د دا شان بنسټونو د جوړولو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

سیف‌الله په کابل کې د سړک غاړې یو پلورونکی دی چې په افغانستان کې د مدني ټولنو نه ښه خاطره نه‌لري.

دی وایي د تېرو کلونو تجربې ښودلې چې د دا شان بنسټونو مسؤلین ډېر د خپلو شخصي ګټو لپاره فعالیت کوي او د بې‌وزله خلکو د ژوند د سمون لپاره ګټور نه‌دي تمام شوي.

سیف‌الله ازادي راډیو ته وویل: "ما مخکې کلونو کې هم د ښار په واټونو توکي پلورل، اوس هم دا کار کوم. زه د مدني ټولنو ځیني غړي پېژنم چې د تېر حکومت پر مهال‌یې هم د خپلو جېبونو لپاره کار کاوه او اوس له بدلون وروسته هم، هغه پیسې چې د افغانستان د خلکو په نوم‌یې راټولې کړې له ځان سره‌یې بهر یوړې او د خلکو لپاره‌یې هېڅ هم ونه‌کړل."

خو د کابل ښار بله اوسېدونکې لطیفه تر یو حده د مدني ټولنو له فعالیت راضي ده او وایي د حکومت ترڅنګ د دا شان بنسټونو شتون اړین دی.

دا وايي: "زه فکر کوم چې اوس وخت کې زموږ خلک مرستې ته شدیده اړتیا لري او د دا شان بنسټونو شتون د خلکو لپاره د عدالت غوښتنې او غږ پورته کولو لپاره ډېر مهم دي، زما په اند که دا ډول بنسټونه موجود وي ښه به وي."

په تېرو ۲۰ کلونو کې زیاتې مدني ټولنې جوړې او فعالیت‌یې درلود.

که څه هم دغو بنسټونو او ټولنو په هېواد کې د فساد په برخه کې د مبارزې، خلکو ته د مرستو رسونې او په ځینو نورو برخو کې ښې لاسته لاوړنې درلودې، خو بیا هم په ځینو مواردو کې د دغو ټولنو د کارونو د څرنګوالي په اړه نیوکې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG