د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

طالبان: د موسیقۍ اورېدل ناروا، خلکو ته سپارښتنه کوو چې ترې ډډه وکړي


ارشیف؛ د ګیټار زده کوونکي
ارشیف؛ د ګیټار زده کوونکي

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف وزارت وایي، په اسلام کې د موسیقۍ اورېدل او ترې خوند اخېستل جواز نه لري او خلکو ته سپارښتنه کوي چې ترې ډډه وکړي.

د دغه وزارت ویاند هاکف مهاجر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "الجَرَسُ مَزَامِيرُ الشَّيطَان… زموږ ټولنه اسلامي ده او یوې اسلامي ټولنې ته اړتیا ده چې څنګه کېدای شي د اسلامي اصولو سره سم پرمختګ وکړي، دا د اسلام اصل او حکم دی."

د طالبانو په باور د موسیقۍ اورېدل د اسلامي احکامو خلاف دی او په اسلامي ټولنه کې ان د دې اورېدل او ترې خوند اخیستل هم ناروا دي.
د طالبانو په باور د موسیقۍ اورېدل د اسلامي احکامو خلاف دی او په اسلامي ټولنه کې ان د دې اورېدل او ترې خوند اخیستل هم ناروا دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ادعاګانو پر بنسټ پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څو ورځې وروسته د یوه محلي سندرغاړي فواد اندرابي غږ د هغه په وژلو چوپ کړل شو.

د ښاغلي اندرابي د کورنۍ غړي ادعا کوي وايي، د نوموړي د وژلو عاملین طالبان دي او زیاتوي چې تراوسه یې قاتلین نه دي نیول شوي او ازاد ګرځي.

د فواد اندرابي زوی جواد ازادي راډیو ته وویل، پلار یې ولسي شخصیت او سندرغاړی و او تېرو دوو لسیزو کې یې هېڅ ډول سیاسي او پوځي فعالیت نه وه ترسره کړی.

جواد اندرابي د طالبانو له لوري د پلار د وژلو ادعا داسې بیانوي: "یوازینې لامل یې همدا و چې هغه سندرغاړی و او د اندراب په اړه یې یو شعر ویلی و، البته یوازې د اندراب په اړه نه، بلکې د ټول افغانستان په یې اړه یې 'سندرې' ویلي، د هماغو سندرو له امله یې وواژه چې ته ولې د اندراب په اړه سندرې وایې؟"

اندراب د افغانستان د بغلان ولایت یوه ولسوالۍ ده چې د دغه محلي سندرغاړي فواد اندرابي استوګن ځای و.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط مخکې له همدغه ځایه د افغانستان د شمالي سیمو ځینې خلکو د طالبانو پر وړاندې مقاومت پیل کړی وو.

خو معلومه نه ده چې موضوع به له دې قضیې سره تړاو ولري او که نه؟

هاخوا د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د طالبانو له خوا د فواد اندرابي د وژلو ادعا ردوي.

مجاهد زیاتوي: "دا حاشیوي خبرې سمې نه دي، موږ نه د سندرغاړي په جرم څوک وژلي او نه هم څوک دا ډول واقعیت ثابتولی شي او دا جزییات له واقعیته لېرې دي، زه نه پوهېږم څه پېښ شوي، خو زموږ مجاهدین هېڅکله دا ډول کړنه نه ترسره کوي."

ادعاګانې موجودې دي چې له دې پېښې وروسته یو بدخشانی ځوان هم بیا د موسیقۍ د اورېدو له امله د طالبانو د دغه باور قرباني شو.

د ملي موسیقۍ ښوونځی
د ملي موسیقۍ ښوونځی

دا ځوان ۱۹ کلن وحیدالله د بدخشان ولایت د شکاشم ولسوالۍ د زرګرانو کلي اوسېدونکی و او د ښوونځي له فارغېدو وروسته ټاکل شوې وه چې کابل پوهنتون ته ولاړ شي.

خپلوان یې ادعا کوي چې هغه د روان کال د لړم میاشتې په ۱۱مه نېټه د طالبانو له لوري هغه مهال هدف وګرځېد چې په موبایل کې یې د وصل شوې غوږۍ له لارې سندرې اورېدلې.

د وحیدالله پلار ادعا کوي چې زوی یې له غرمې وروسته له کوره ووت او همدا چې طالبانو نوموړی له موبایل او غوږۍ سره ولید، شخړه رامنځته شوه او طالبان وحیدالله په ډزو وواژه.

نوموړی وايي: "هغو کسانو بیا ځان په ګوتو ور نه کړ او منکر شول په داسې حال کې چې د کلي ټولو خلکو لیدلي و، یو بل زوی مې هم هغوی په خپلو سترګو لیدلی و."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعا هم ردوي او وایي چې طالبانو د موسیقۍ د اورېدو له امله کوم څوک نه دي وژلي.

د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د موسیقۍ ټولنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې فعالیت درلود او د موسیقۍ د هنرد پیاوړي کولو د اکاډمیو ترڅنګ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سندرغاړو دفترونه او د موسیقۍ د الو د پلور دکانونه پرانیستې وو.

ذبیح الله مجاهد د طالبانو له خوا د فواد اندرابي د وژلو ادعا ردوي.
ذبیح الله مجاهد د طالبانو له خوا د فواد اندرابي د وژلو ادعا ردوي.

خلکو به هم په عمومي ځایونو کې سندرې اورېدلې او ورنه به یې خوند اخېسته او سندرغاړو هم د هنري کارونو ترڅنګ د خلکو د خوښیو په محفلونو کې سندرې ویلې.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په افغانستان کې د موسیقۍ او هغو سندرغاړو د برخلیک په اړه هم چې مخکې یې د دولت په چوکاټ کې فعالیت درلود هم وپوښتي، خو ددې راډیو پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې.

خو وړاندې نوموړي ویلي و چې د دغه وزارت د موسیقۍ په اډانه کې به د موسیقي د تولید ریاست بېرته خپل فعالیت پیل کړي، خو د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې او اوس لپاره به ترانې تولیدېږي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره اوس د خوښیو په محفلونو کې هم د سندرو او موسیقۍ د اورېدو حق نه لري.

خو په یو شمېر مواردو کې بیا لیدل کېږي چې ځینې طالبان له دا شان کړنو هم محروم نه دي.

په دې وروستیو ورځو کې پر خواله رسنیو خپرې شوې دوه ویډیوګانې د افغانستان د مشهورو سندرغاړو میرمفتون او سلام مفتون دي چې د یو طالب د ګوژدې په مراسمو کې د موسیقۍ له ځینو الو سره سندرې وایي.

میرمفتون او سلام مفتون په بدخشان ولایت کې اوسېږي.

که څه هم ازادي راډیو هڅه وکړه، له میر مفتون سره وغږیږي، خو ونه توانېده، هغه په دغو ویډیوګانو کې د یو طالب د کوژدې د مراسمو یادونه کړې ده.

نوموړي ازادې راډیو ته وویل، دوی اوس هم د خوښۍ په مراسمو کې لکه ودونو کې د دې سره سندرې وايي:"هېڅ ستونزه او کومه خبره نه وه. فقط وموغوښتل چې په خپله خوښه د مبارکۍ پیغام ووایو، موږ ته هېڅ ستونزه یا کومه خبره یا جنجال نه دی پېښ شوی."

میر مفتون تر دې وړاندې په یوټیوب کې یوه ویډیوخپره کړې وه چې په کې ویل شوي وو کله له تاجکستانه د طالبانو له راتګ وروسته راستون شو، د طالبانو د یوه ځايي قوماندان له خوا ورته ښه راغلاست ویل شوی او دوی ورسره هېڅ کار نه لري.

د بدخشان نوم وتی سندرغاړی میر مفتون
د بدخشان نوم وتی سندرغاړی میر مفتون

رابعه احمدي بیا چې ۲۵ کلنه ناوې ده چې تخار ولایت ته د طالبانو له راتګ وروسته یې واده وکړ.

د رابعې په واده کې نه تالار وو او نه هم سندرغاړی، خو دوی په هغه کور کې چې د واده مراسم یې په کې نیولې وو، په نسبتاً ټيټ غږ موسیقي غږوله چې د رابعې په وینا د طالبانو له خوا د دوی د خوښۍ مخه ونیول شوه.

رابعې ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم د ډېک/ میوزیک غږونکی دستګاه غږ ډېر اوچت نه و، ان تردې چې کوڅه کې تیرېدونکو خلکو ته یې لامزاحمت نه کاوه، خو بیا هم طالبان دوه ځلي په ډېر حساس وخت کې یو ځلي له ارایشګاه څخه راغلې وم او دوهم ځلي په سپین لباس کې راغلې وم، دواړه ځلي دوی راغلل او په ډېر شدت یې دروازه وټکوله او زما د خاوند ورور یې وواه چې تاسو ولې موسیقۍ ږغوئ؟ هغه ورته ویل چې دا واده دی، خو دوی ویل چې واده هم وي موسیقي به نه غږوئ."

د موسیقۍ له هنر سره د طالبانو څو ډوله چلند پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

له بلې خوا په افغانستان کې دوې ښځې چې ویل کېږي خویندې دي، د اعتراض په دود د چادرۍ په اغوستلو په ټولنیزو شبکو کې په مستعارو نومونو سره ګډې زمزمې کړي دي.

پېژندل شوی افغان سندرغاړی ارش بارز وايي چې کله هم د موسیقۍ خبره رامنځته شوې، طالبانو له بنسته حرامه بللې ده.

ښاغلي بارز ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې د طالبانو په دې ډول غبرګون سم ونه وباله:"که د طالبانو واکمني دوام وکړي، زه فکر کوم چې دوی باید د موسیقۍ سره تعامل وکړي. دوی باید موسیقي ومني، مګر ممکن ځینې محدودیتونه پرې وضع کړي."

افغان سندرغاړې اریانا سعید چې د طالبانو له راتګ سره د نورو هنرمندانو په څېر له افغانستانه وتلو ته اړه شوه، طالبانو ته په خطاب کې یو البوم خپور کړی دی.

خو له دې ټولو سره-سره تراوسه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغاني موسيقۍ د راتلونکي په اړه کوم روښانه انځور نه ليدل کېږي.

XS
SM
MD
LG