د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

ترکیه د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت په اړه قطر او طالب استازو سره غږیږي


د کابل نړیوال هوايي ډګر
د کابل نړیوال هوايي ډګر

ترکیې د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت له بیا پیل سره د همکارۍ لپاره چمتووالی ښوولی او ویلي یې دي چې په دې اړه به له قطري چارواکو سره خبرې وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاوش اوغلو پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۹مه) له خپل مالیزیايي سیال سیف الدین عبدالله سره د کتنې پر مهال وویل، په مناسب وخت کې به دغه مسوولیت ومنل شي.

د اوغلو په خبره ترکي چارواکو دوحې ته سفر کړی چې له قطري چارواکو او د طالبانو له استازو سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د فعالیت د بیا پیل په اړه خبرې وکړي. بیا به افغانستان ته ځي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاوش اوغلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاوش اوغلو

د طالبانو ویندویانو د افغانستان د هوايي ډګرونو د برخلیک په اړه د پیل شوېو بحثونو په تړاو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

انقره له اوږدې مودې راهیسې د کابل نړیوال هوايي ډګر د فعالیت په اړه له دوحې سره په خبرو بوخت دی.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې متحده عرب امارات هم د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت په اړه له طالبانو سره په خبرو کې دخیل دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې له قطري شرکتونو سره د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د فعالیت لپاره تفاهم ­لیک لاسلیک کړی دی.

بل خوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي چې هېواد یې له ترکیې او د افغانستان له سرپرست حکومت سره کار کوي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر بېرته خپل عادي فعالیت پیل کړي.

پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان اکثریت هوايي ډګرونه یا تړل شوي، یا یې فعالیت محدود شوی دی.

د کابل نړیوال هوايي ډګر د هغو کسانو لپاره چې غواړي له افغانستانه ووځي او دغه هېواد ته د بشري مرستو د رسولو لپاره مهم ګڼل کېږي.

له دغه هوايي ډګره د خلکو د انتقال له پیله چې د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پیل شو، په لسګونو زره بهرني او افغان وګړي له افغانستانه وایستل شول، دا لړۍ اوس هم په ټکني ډول روانه ده.

د تېر حکومت تر نسکورېدو مخکې، د افغانستان د هوايي ډګرونو په ګډون د افغانستان د هوايي حریم چارې د امریکا د متحدو ایالاتونو له خوا تنظیمېدې.

XS
SM
MD
LG