د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

افغانستان سره شوې مرستې؛ ځینې خلک:لا هم شپه په لوږه تېروو، وېش یې روڼ نه‌دی


ارشیف، کونړ کې له یوې بې وزلې مېرمنې سره د یوې موسسې مرسته شوي توکي
ارشیف، کونړ کې له یوې بې وزلې مېرمنې سره د یوې موسسې مرسته شوي توکي

یو شمېر خلک وايي، سره له دې چې نړۍ او د سیمې هېوادونو زیاتو مرستو اعلان کړی، خو تراوسه دوی هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي.

ځينې بیا ادعا کوي چې له بهرنیو هېوادونو څخه د شوي مرستو د رسولو په برخه کې روڼتیا نشته.

لیلما هغه مېرمن چې په وینا یې تېره یوه میاشت کې له افغانستان سره د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له خوا د میلیونونو افغانیو په ارزښت مرستې وشوې، خو نوموړې لا هم شپه ورځ په لوږه تېروي.

نوموړې د کندز ولایت اوسیدونکې ده، درې ماشومان لري او خاوند یې د دولت کار کوونکی و.

اغلې لیلما په دې باور ده چې د رالېږل شوېو مرستو په ویش کې روڼتیا نشته: "په موږ بده ورځ راغلې، زما خاوند یو مامور و، د اولادونو لپاره به یو مړۍ ډوډۍ او اوبه پیدا کېدې، ماشومان مې وږي دي، څلور میاشتې کېږي چې د خاوند معاش مې نه دی راغلی، د شپې له خوا په خبرونو کې د مرستو په اړه اورو، په تېر حکومت کې د غریب په کیسه کې څوک نه و، اوس زه دا فکر وړی یم چې کله به مې اولادونه له لوږې مري."

افغانستان کې کډوال
افغانستان کې کډوال

بل خوا بیا په کابل کې مدني فعاله لیدا وايي، ډېر سخت ژمی راغی او خلک یوه مړۍ ډوډۍ په ډېرې سختې سره پیدا کوي.

نوموړې چې یو وخت کار کاوه او د کور خرڅ یې ګاټه، اوس د یوې ډوډۍ د پیرلو توان هم نه لري او وايي، هغه مرستې چې د بهرنیو هېوادونو له خوا افغانستان کې کېږي اصلاَ په اړه یې نه پوهېږي.

نوموړې وايي:" د افغانستان سره زیاتې مرستې وشوې، خو څوک نه پوهېږي چې دا مرستې چاته رسول کېږي؟ دغه مرستې کېږي، خو هغه کسان چې په رښتیا اړمن دي، ورته نه رسول کېږي، موږ نه پوهېږو چې له دې مرستو څوک څارنه کوي؟ بل خوا دولتي کار کوونکو ته د څلورو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی، هېڅ څوک او هېڅ بنسټ نشته چې د افغانستان د خلکو غږ واوري."

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د دولتي کار کوونکو د معاشونو په اړه مخکې ویلي چې د زمري د میاشتې معاشونه ټول کار کوونکو ته ورکړل شوي او د درېیو میاشتو نورو به هم یوځای ورکړل شي.

خو وروسته بیا مسوولینو وویل چې د دوه میاشتو معاشونه یوځايي ورکول کېږي.

تازه د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد بیا اړمنو ته د بشري مرستو د وېش برخه کې ډاډ څرګندوي وايي، ددغو مرستو د وېش لپاره یوه کمېټه جوړه شوې ده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "هغه مرستې چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان را رسېږي هغه ټولې ډیپوګانو کې ځای پرځای کېږي او موږ یې د یوې سروې له مخې چې دغه سروې ځینو ولایتونو کې شوي او ځینو کې روانه ده وېشو او همدا راز هغه بېړنۍ مرستې چې باید ژر ورسول شي، هغه موږ له حوادثو سره د مبارزې ادارې او عامې روغتیا وزارت سره په ګډه روغتیايي کلینکونو ته رسوو، غریب خلک ډېر دي، تر هغې چې نوبت ورسېږي نو شکایت کوي."

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد بیا اړمنو ته د بشري مرستو د وېش برخه کې ډاډ څرګندوي
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد بیا اړمنو ته د بشري مرستو د وېش برخه کې ډاډ څرګندوي

د خلکو دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې اقتصادي ناورین ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی او دا هغه مساله ده چې اوس مهال یې د افغانستان خلکو او د بشر حقونو برخه کې د نړیوالو سازمانو اندېښنې راپورته کړي.

درې ورځې وړاندې سعودي عربستان شااوخوا ۶۵ ټنه خوراکي مواد افغانستان واستول.

تر دې مخکې د نورو هېوادونو بشري مرستې هم دغه هېواد ته رسېدلي دي او د طالبانو د حکومت د اړوندو ادارو مسوولینو یې په اړمنو د وېش خبره هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG