د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

د پاسپورټ ریاست: څو ورځو کې به کابل کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا شي


آرشیف- په کابل کې د پاسپورټ ریاست ته انتظار خلک
آرشیف- په کابل کې د پاسپورټ ریاست ته انتظار خلک

د کابل اوسیدونکی عبدالصبور وايي، خور یې ناروغه ده او غواړي د درملنې لپاره یې بهر یوسي، خو په کابل کې د پاسپورټونو د بهیر په وېش کې د ځنډ له امله تراوسه نه دی توانېدلی.

عبدالصبور ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو حکومت د پاسپورټ په ریاست نیوکه وکړه چې د یوې میاشتې په تېرېدو سره لاهم نه دی توانېدلی چې شته ستونزې هوارې او د پاسپورټونو د ورکړې بروسه بیا پیل کړي.

دی وايي: "زه یو ناروغ لرم، غوښتل مې ورته پاسپورټ واخلم، خو له بده مرغه چې کابل کې د پاسپورټونو د وېش پروسه بنده شوه. ما غوښتل چې خپل ناروغ د درملنې لپاره له هېواد بهر یوسم، خو تراوسه مالومه نه ده چې د پاسپورټونو وېش کله پیلیږي."

د پاسپورټ یو غوښتونکی مسعود وايي، انلاین فورم لري او د پاسپورټ ریاست له لوري د تنظیم شوي جدول پر بنسټ یې نوبت هم نږدې شوی دی، خو تراوسه په تمه پاتې دی.

مسعود زیاتوي: "ما انلاین فورم درلود، نوبت ته مې یوه ورځ پاتې وه. غوښتل مې له خپلې کورنۍ سره یو ځای بایومتریک وکړو، خو کابل کې د پاسپورټ ریاست خپلې چارې وځنډولې، دې موضوع موږ اندېښمن کړو."

دوی د پاسپورټ ریاست له مسوولینو غوښتنه کوي چې ستونزې ژر حل او د پاسپورټونو د ورکړې درول شوی بهیر بیا پیل کړي.

پاسپورټ ریاست یوه میاشت مخکې، د مسوولینو په خبره یې، د تخنیکي ستونزو له امله کابل کې د پاسپورټ ویش بنده کړه.

خو د دیرش ورځو په تېرېدو لاهم دا ستونزه نه ده هواره شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د پاسپورټ عمومي رییس عالم ګل حقاني
د پاسپورټ عمومي رییس عالم ګل حقاني

د پاسپورټ عمومي رییس عالم ګل حقاني د چهارشنبې (د لېندۍ ۲۴مه) په ورځ د خلکو د دې اندېښنو په ځواب کې ازادي را‌ډیو ته وویل: "زیات امکانات مو پوره کړي دي. ماشینونه چمتو شوي، ځینې ستونزې چې موجودې دي، تر ۴ ورځو به حل شي او نږدې ورځو کې به کابل کې د پاسپورټونو وېش بیا پیل شي."

خو ښاغلي حقاني کره نېټه ونه ښوده چې دا کار به کله وشي؟

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، تراوسه دوی د افغانستان ۱۴۰زره اوسېدونکو ته پاسپورټونه وېشلي چې له دې درکه یې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ عواید هم تر لاسه کړی دی.

د پاسپورت ریاست په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د زمري د میاشتې په وروستیو کې وتړل شو، خو د طالبانو حکومت د تلې د میاشتې په منځ کې د پاسپورټونو د ویش درول شوی بهیر بیا پیل کړ.

په دې بهیر کې، هغو کسانو ته چې انلاین فورم درلود، یا یې ناروغان لرل او یا یې هم عاجل رسمي سفر درلود لومړیتوب ورته ورکړل شو.

وروسته بیا په ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شو چې لا هم روان دی.

د پاسپورټ ریاست مسوولین وايي، دا مهال په ۳۱ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر روان دی او د کابل تر څنګ به په هلمند او سرپل ولایتونو کې هم په نږدې ورځو کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG