د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

سربیا ته تللي د سوک وهنې افغان لوبغاړي افغانستان ته د ستنېدو اراده نه لري


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د سوک وهنې د افغان ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي چې څه موده مخکې د نړیوالو سیالیو لپاره سربیا ته تللي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو اراده نه لري.

دوی وایي، په دې هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته له نا څرګنده راتلونکي سره مخ شول نو له همدې امله یې له اروپایي ټولنې د ویزو غوښتنه کړې.

سېلاب نوري د افغانستان د سوک وهنې ملي ټیم لوبغاړی دی.

هغه په وروستیو نړیوالو سیالیو کې وکړای شول د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې خپل جاپاني سیال ته ماته ورکړي.

سېلاب وایي، اوس چې دلته راغلی نه غواړي بېرته هېواد ته ستون شي، ځکه په خبره یې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دی.

دی وايي: "د افغانستان اوسنی وضعیت په بشپړه توګه خراب دی، اوس هم هره ورځ د انتحاري، چاودنو او هدفي وژنو شاهدان یو، موږ نه شو کولی د ورزش او تعلیم برخه کې هلته پرمختګ وکړو، اوس سربیا کې یو چې وکړای شو له دې ځایه داسې یو ملک ته لاړ شو چې د ورزش او تعلیم راتلونکی مو په کې تضمین وي."

د سوک وهنې نړیوالیو سیالیو کې ۹ افغان لوبغاړو حسیب الله ملک زاده، رفیق الله سلیماني، رامش رحماني، عبدالقادر غفار، علي رضا احمدي، سېلاب نوري، سلطان محمد نعیمي، سلیمان اسلمي او لیس الله عزیزي ګډون کړی.

دغه سیالۍ چې د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې د اکتوبر له ۲۴مې نېټې د نوومبر تر ۶ ترسره شوې د نړې له سلو هېوادونو شااوخوا ۶۰۰ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.

افغانستان په دې سیالیو کې د اذربایجان، مالدیف، قزاقستان، ایټالیا، ټایلنډ، جاپان او کینیا پر وړاندې لوبې وکړې چې له نهو لوبو یې یوازې دوه وګټلې.

سېلاب نوري د جاپان او سلیمان اسلمي د کینیا پر وړاندې بری خپل کړ.

له دې سره د دغې لوبډلې یو بل لوبغاړي عبدالقادر ملک زاده ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، هیله مند دی چې دی او ټیم کې ورسره نور ملګري یې وکړای شي د یو اروپایي هېواد ویزه ترلاسه کړي.

دی وايي:"زموږ ژوند په افغانستان کې له ګواښ سره مخ وو، له همدې امله مو ونه غوښتل بېرته خپل هېواد ته ستانه شو، هیله مند یو د اروپایي هېوادونو نه د ځان د ورزش او ژوند لپاره ویزې تر لاسه کړو."

بل خوا د افغانستان د سوک وهنې ملي فدراسیون سکرټر جنرال او په سربیا کې د سوک وهنې ملي ټیم مشر وحیدالله حمیدي ازادي راډیو ته وویل، د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله د سوک وهنې ټیم ونه شو کړای د افغانستان استازیتوب وکړي بلکې د سوک وهنې نړیوالې ټولنې 'ایبا' له لوري ورته د 'عادلانه فرصت' یا 'فییر چانس' په نوم یو چانس ورکړل شو او دوی دغو لوبو کې ګډون وکړ.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه او د بدني روزنې ریاست هڅه کوي دغه لوبډله بېرته هېواد ته ستنه کړي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه او د بدني روزنې ریاست هڅه کوي دغه لوبډله بېرته هېواد ته ستنه کړي.

دی وايي: "امنیتي ستونزې شته، ومو نه شو کړای بېرته افغانستان ته ستانه شو، موږ سربیا کې یو تر هغه چې یو اروپایي هېواد موږ ته ویزې راکړي او موږ هلته په ارامه فکر خپل تمریناتو ته دوام ورکړو."

د سوک وهنې نړیوالې ټولنې د 'عادلانه فرصت' چوکاټ هغو لوبغاړو ته برابر کړی چې نه شي کولای د خپلو هېوادونو په نوم لوبې وکړي.

له دې سره د افغانستان د المپیک ملي کمېټه د دغو ادعاوو ردولو سره وایي چې له سوک وهنې ملي ټیم سره د بحثونو او خبرو اترو کولو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې دوی بېرته افغانستان ته ستنېدل ومني.

د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مشر داد محمد ناوک په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ورسره په اړیکه کې یو او هغوی دا ومنله چې افغانستان ته به راستنېږي، ځینو هغو چې رسنیو ته ویلي چې په خپل هېواد کې ورته د ورزش زمینه برابره نه ده او نه غواړي بېرته ورستانه شي، اوس دا منلي چې هېواد ته راشي، او هغه لوبغاړي چې په دې سوی تفاهم کې وه، اسلامي امارت ورته دا ثابته کړې چې د ورزش پیاوړي ملاتړي دي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د سوک وهنې له لوبډلې او مشر یې وپوښتي، خو هغو یې بیا اړیکو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې له نږدې څلورو میاشتو مخکې پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر ورزش لوبغاړو هېواد پرېښود چې ډېری یې ښځینه لوبغاړې وې.

د دې بهیر په وروستۍ کې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم ښځینه وو لوبغاړو ته تازه بریتانیا پناه ورکړه.

XS
SM
MD
LG