د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د ماشومانو مرستندویه ټولنه: ژمي سره مخ نږدې ۸ لکه افغان ماشومان سمه سرپناه نه‌لري


له جګړو د بې‌ځایه شویو کورنیو ماشومان
له جګړو د بې‌ځایه شویو کورنیو ماشومان

د ماشومانو مرستندویه ټولنه (سېف دې چلډرن) وايي، په افغانستان کې نږدې ۸ لکه ماشومان په داسې حال کې له ژمي سره مخامخ دي چې سمه سرپناه نه‌لري.

د سېف دې چلډرن د شنونکو په وینا، د ملګرو ملتونو له لوري له شوې سروې سره سم، شااوخوا یو ملیون او ۶ لکه افغانان په موقتي خېمو کې اوسي چې عموماً پلاستیکي دي او د باران، واورې او منفي صفر درجې هوا په وړاندې په‌کې ژوند نه‌شي کېدای.

پر دې سربېره ۸ ملیونه او ۶ لکه افغان ماشومان په داسې کورونو کې اوسي چې کافي کمپلې یا بړستنې نه‌لري او ۳ ملیونه نور ماشومان د تودولو کافي وسایل نه‌لري.

د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته د افغانانو اقتصادي وضعیت تریخ شوی دی.

د ډېرو کورنیو نفقه برابروونکي وايي چې طالبان معاش نه‌ورکوي، ډېر نور بې‌روزګاره شوي او څوک چې په ازاد بازار کې کار کوي، وايي چې کاروبار یې د پخوا په شان خوند نه‌لري.

ارشیف؛ په شهر نو کې له ولایتونو راغلې کورنۍ
ارشیف؛ په شهر نو کې له ولایتونو راغلې کورنۍ

د مریم رسولي په نوم د کابل یوه اوسېدونکې وايي: "بیې ډېرې لوړې دي، زه په خپله د دولت مأموره وم، اوس وزګاره یم، په کور ناسته یم، نه تنخواه شته نه بل څه، مېړه مې هم ناروغ دی، خدای دې لري کورنۍ مو ۸ تنه ده چې هر یو خوراک او جامې غواړي."

د کابل یو بل اوسېدونکی چې فرید نومېږي او زاړه وسایل پلوري وايي، خلک له مجبوریته د خپل کور وسایل پلوري.

دی زیاتوي: "خلک ډوډۍ نه‌لري، مجبوره دي چې (د کور وسایل) وپلوري او اوړه پرې رانیسي، کنې هر څوک د ځان تودولو لپاره بخارۍ ته اړتیا لري."

سېف دې چلډرن وايي، له دې کبله چې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي او ځینې کورنۍ یې د رانیولو وس نه‌لري، له مخکې لا د یو شمېر ماشومانو د لوږې راپورونه ورکړل شوي او ویل کېږي چې ۵ ملیونه ماشومان له مطلقې لوږې یا کاختۍ یو ګام شاته دي.

د کابل شهر نو پارک
د کابل شهر نو پارک

په افغانستان کې د سېف دې چلډرن سیمه‌ییز رئيس توماس هاویلز وايي: "افغانستان په خپل ثبت کړي تاریخ کې تر ټولو بده لوږه تجربه کوي، دا ژمی به ملیونونه ماشومان سړې شپې په تش نس سبا کوي. له لوږې د ماشومانو د مړینو بوږنوونکي خبرونه باید زموږ ټولو د خجالت سبب شي."

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سانتي ګراد تودوخې درجه منفي ۱۲ ته ټیټېږي.

XS
SM
MD
LG