د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

رېګا کې د ناټو غونډه؛ افغانستان کې یې د ماموریت پر څرنګوالي خبرې کېږي


ارشیف، افغانستان کې د ناټو سرتیري
ارشیف، افغانستان کې د ناټو سرتیري

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د لتویا په پلازمېنه ریګا کې پیلېږي چې افغانستان یې هم په اجنډا کې دی.

د ناټو غړي هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې د ناټو د څوکلونو د ماموریت یوه ګډه ارزونه وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې تر پیلېدو مخکې وویل چې په افغانستان کې بیا واک ته د طالبانو رسېدل د افغانستان د خلکو او ناټو لپاره غمجن و.

دی وايي: "وزیران د افغانستان په اړه هم بحث کوي. په اګسټ مياشت کې د افغانستان د حکومت او د دې هېواد د وسله والو ځواکونو له نړېدو وروسته ما په دې هېواد کې زموږ د ښکېلتیا په اړه یوه هر اړخیزه ارزونه پیل کړې ده. د طالبانو بیا راتګ د افغانستان د خلکو لپاره غمجن او هغه د دې سبب شو زموږ ټولو زړه مات شي. ناټو افغانستان ته لاړه ترڅو زموږ پر هېوادونو د ترورستي حملو مخه ونیسي. د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې د بریدونو وروسته له افغانستانه زموږ پر هېوادونو هېڅ ترویستي حمله نه ده شوې."

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، افغانستان کې بیا واک ته د طالبانو رسېدل د افغانستان د خلکو او ناټو لپاره غمجن و.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، افغانستان کې بیا واک ته د طالبانو رسېدل د افغانستان د خلکو او ناټو لپاره غمجن و.

د ناټو سرمنشي دغه راز وویل چې دا باید ومنل شي چې نړیوالې ټولنې هغه هدفونه چې د ترورېزم سره د مبارزې لپاره ټاکلي و، هغه ترلاسه شوي دي، خو سټولټنبرګ زیاته کړه چې د افغانستان له ماموریت څخه زده کړې هم ترلاسه شوي دي.

سټولټنبرګ وايي: "تمه کوم چې د بهرنیو چارو وزیران به په افغانستان کې زموږ پر ښکېلتیا بحث وکړي. په راتلونکي کې د بحران پر مهال د عملیاتو د مدیریت لپاره هم دقیق درسونه په نښه کړي."

ناټو د ۲۰۰۳ میلادي کال په اګسټ کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشري له ایساف څخه ترلاسه کړه او په دې توګه یې په دې هېواد کې یې د ترورېزم پر وړاندې د جګړې مسولیت واخیست.

ریګا کې د ناټو غونډه
ریګا کې د ناټو غونډه

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ محارب ماموریت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پای ته ورسېد او د امنیتي چارو مسولیت یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاره.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په نژدې شل کلن ماموریت کې نژدې ۳۶۰۰ پوځیان ووژل شول. ۲۴۴۸ یې امریکایي سرتیري او نور د نورو هېوادونو وو.

میلیارډونو ډالر هم په افغانستان کې مصرف شول، خو د دغو هڅو سره-سره د افغانستان د حکومت او د دې هېواد د وسله والو ځواکونو د دړې وړې کېدو مخه ونه نیول شوه.

بالاخره د ناټو ځواکونه د اګسټ په ۳۱مه نېټه د کابل له هوایي ډګره د خلکو د ایستلو لپاره د دو اونیو د عملیاتو وروسته په بشپره توګه له افغانستانه ووتل او په دې توګه یې په دې هېواد کې نژدې شل کلن حضور پای ته ورسېد.

دا د ناټو په تاریخ کې له اروپا بهر د دې تړون تر ټولو لوی او اوږد پوځي ماموریت و.

XS
SM
MD
LG