د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

اوچا: د طالبانو له واکمنېدو وروسته مو ۵ ملیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي


په هرات کې د مرستو وېش
په هرات کې د مرستو وېش

ملګري ملتونه وايي، د زمري په ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته‌یې شااوخوا پنځه ملیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولې دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) زیاتوي چې افغانان له سږني ژمي وروسته په راتلونکي کال کې هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا ویاندې لینډا ټام بېګا ازادي راډیو ته وویل، د دې مرستو ډېره برخه د خوړو مواد دي چې اړو او بې‌وزلو کورنیو ته وېشل شوي دي.

لینډا وایي: "غیر حکومتي مؤسسو او د ملګرو ملتونو ادارو په ګډه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته پنځه ملیونه اړو خلکو ته د خوړو مرسته رسولې. همداراز نږدې نیم ملیون خلکو ته روغتیايي خدمات رسول شوي او لسګونه زره نورو کسانو ته هم د سرپناه، اوبو، د حفظ‌الصحې د ضروریاتو او د خونديتوب په څېر د اړتیا وړ خدمات رسول شوي دي."

له بې‌وزله افغانانو سره بشري مرستې
له بې‌وزله افغانانو سره بشري مرستې

په داسې حال کې چې د طالبانو پلاوی په قطر کې له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د نړیوال رسمیت د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، خو مرستندویان په تېره متحده ایالات او اروپايي ټولنه وايي چې له افغانانو سره بشري مرستو ته به د طالبانو له رسمیت پېژندنې پرته دوام ورکړي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن ډیر لاین د جمعې په ماښام، د اسیايي-اروپايي هېوادونو انلاین سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې له طالبانو سره نه، بلکې له افغانانو سره بشري مرستې به دوام وکړي.

دیر لاین زیاته کړه: "اروپايي ټولنه د افغانستان نوی رژیم چې د تشدد له لارې واک ته رسېدلی، په رسمیت نه‌پېژني، خو باید د هغه راروان اقتصادي او ټولنیز سقوط مخنیوی وکړو چې دا هېواد ورسره مخامخ دی. موږ باید د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږو، نو ځکه تېره میاشت موږ د یو میلیارد یورو په ارزښت د مرستې بسته اعلان کړه چې ۳۰۰ ملیون یورو بشري مرسته هم په‌کې شامله ده."

د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فن دیر لاین
د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فن دیر لاین

متحده ایالاتو هم په ډاګه کړې ده چې تر څو طالبان د ښځو او نجونو کار او تعلیم ته اجازه ورنه‌کړي او یو ټول‌شموله حکومت جوړ نه‌کړي په رسمیت به‌یې ونه‌پېژني.

خو امریکايي چارواکو هم ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته به دوام ورکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي د افغانستان خلک اوس او راتلونکی کال کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې د اوچا ویاندې مېرمن ټام وویل، په داسې حال کې چې د خلکو وضعیت په خرابېدو دی، په تېره د ژمي له رارسېدو سره د کال په ترڅ کې او په نوي کال کې ډېرو نورو مرستو ته اړتیا شته ځکه د دې په وینا د افغانانو لپاره ننګونې خورا زیاتې دي.

XS
SM
MD
LG