د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

یونان کې د کډوالو لپاره ځانګړي دوه نور تړلي کمپونه پرانیستل شول


ارشیف؛ په یونان کې د کډوالو کمپ
ارشیف؛ په یونان کې د کډوالو کمپ

د یونان حکومت پرون د لیندۍ په شپږمه نېټه په لېروس (Leros) او کوس (Kos) ټاپوګانو کې د کډوالو دوه تړلي یا بند کمپونه پرانیستل.

دې استوګنځایونو ته ځکه د کډوالو بند کمپونه وايي چې چارچاپېر ترې اغزن سیم تاو دی، څارونکې کمرې او د اېکس شعاع لرونکي ځانګړي سکنرونه په‌کې لګېدلي او مقناطیسي دروازې لري چې د شپې له‌خوا تړل کېږي.

په دې کمپونو کې کډوال پرېمانه اوبه او تشنابونه لري او امنیت‌یې هم ښه دی، په داسې حال کې چې د یونان په پخوانیو بدنامو کمپونو کې دا یو هم نه‌وو او کډوالو په ډېرې سختۍ سره ژوند په‌کې تېراوه.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې یونان د کډوالو لومړنی بند کمپ، په سپټمبر میاشت کې په ساموس ټاپو کې پرانیست او په پام کې لري چې دوه نور په لیسبوس او خیوس ټاپوګانو کې هم پرانیزي.

د یونان پخواني کمپونه
د یونان پخواني کمپونه

که څه هم د یونان د کډوالو وزیر د دې دوو کمپونو افتتاح د نوي عصر پیل بللی، خو پر دې اقدام د بشري حقونو د ډلو له‌خوا سخت انتقادونه شوي دي.

د بشري حقونو ډلې، مرستندویې ټولنې او غیر حکومتي مؤسسې وايي، په لیرې پرتو سیمو کې د دې کمپونو جوړښت زندان ته ورته دی ځکه پر اوسېدونکو یې محدودیتونه لګول کېږي.

دوی غوښتنه کوي چې د کمپ د اوسېدونکو پر تګ راتګ محدودیت باید ونه‌لګول شي.

د یونان د کډوالو د چارو وزیر نوتیس میتاراچي بیا وايي چې د یونان ټاپوګان به د کډوالۍ او د کډوالۍ د ناوړه عواقبو له ستونزې څخه خلاص شي او زیاته‌یې کړه، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ تصویرونه مو په یاد دي، خو هغه د ده په وینا اوس د ماضي یوه برخه ده.

په ۲۰۱۵ کال کې یونان اروپا ته د څه باندې یو ملیون کډوالو د ننوتو اصلي ټکی و.

په دې کډوالو کې ډېری افغانان، عراقیان او سوریایان وو.

په اژین سمندرګي کې د یونان ټاپوګان د هغو کسانو اصلي منزل دی چې غواړي یوه هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره د ترکیې له لارې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ولاړ شي.

د ترکیې-یونان پوله
د ترکیې-یونان پوله

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان روان بحران، د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د کډوالۍ د یوې نوې څپې د پیل وېره رامنځته کړې، نو ځکه اروپايي ټولنې د کډوالو د نویو کمپونو د جوړولو لپاره ۲۷۶ ملیون یورو چې ۳۲۶ ملیون امریکايي ډالر کېږي، ځانګړي کړي دي.

د ملګرو ملتونو یوه وروستۍ څېړنه ښيي چې اوس‌مهال له بېلابېلو هېوادونو څخه شااوخوا ۹۶ زره کډوال په یونان کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG