د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

د بېلاروس-پولنډ پرپوله له ۴زرو زیات افغاني او عراقي کډوال شپې سبا کوي


د بېلاروس-پولنډ ترمنځ پر پوله کډوال
د بېلاروس-پولنډ ترمنځ پر پوله کډوال

تر څلورو زره ډېرو کډوالو چې ډېری یې د افغانستان او عراق دي، تېره شپه د بېلاروس او پولنډ پر پوله په یوه ځنګله کې په سختو شرایطو کې سبا کړه.

دا ځنګل د اروپایي ټولنې له پولي بهر دی.

یوه افغان چې اسوشېټېډ پرېس اژانس ته یې د خپل نوم له اخېستو ډډه کوله وویل: "په ځنګله کې هوا ډېره سړه ده، نه اوبه شته نه ډوډۍ، وحشي څاروي هم ډېر دي. له څلورو ورځو راهیسې دلته یم، شرایط ډېر سخته دي پښې مې له تګه لوېدلي."

یو بل کډوال چې له بېلاروس پولنډ ته اوښتی دی، د بېلسکي پودلسکي په ښارګوټي کې یې اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "بیا نه شم کولی چې افغانستان ته ولاړ شم، دلته هم څوک نه لرم، پاتېدای هم نه شم، غواړم چې جرمني ته ولاړ شم، هلته مې کورنۍ ده."

بېلاروس کې ایسار کډوال
بېلاروس کې ایسار کډوال

د پولنډ د تاتارانو ټولنې تېره شپه په پوله کې پر ایسارو کډوالو ډوډۍ وویشله.

د پولنډ نوي په سلو کې استوګن عیسویان دي د تاتار مسلمانانو یواقلیت هم ژوند په کې کوي.

په پولنډ کې د مسلمانانو د ټولنې رییس مفتي تومازمیسکیویچ رویټرز اژانس ته وویل: "پرته له دې چې څوک په پولنډ کې د قانوني استوګنې حق لري یا نه لري هرڅوک دا حق لري چې پرسر بام، ګرم ځای، یوه کاسه تود سوپ یا توده ډوډۍ او ګرم کالي ولري."

د دې کډوالو په ارتباط پرون د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل د بېلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره په ټیلیفون خبرې وکړې.

مېرمن مېرکل د دوشنبې په ورځ هم له کډوالو سره د بشري مرستو په تړاو له لوکاشینکو سره غږیدلې وه.

د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل د بېلاروس له ولسمشرسره په یوه اوونۍ کې دوه ځله په ټیلیفون وغږېدله
د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل د بېلاروس له ولسمشرسره په یوه اوونۍ کې دوه ځله په ټیلیفون وغږېدله

اروپایي ټولنه وایي چې د پولنډ له پولي سره د کډوالو دا ستونزه بېلاروس جوړه کړې ده او په دې ډول غواړي چې کډوال د اروپایي ټولنې لورته راپریږدي او له دې ټولنې د خپلو بندیزونو غچ واخلي.

اروپایي ټولنې پر بېلاروس وروسته تردې بندیزونه ولګول چې تېرکال هلته انتخابات وشول، اپوزسیون اعتراض وکړ، لوکاشینکو اعتراضونه وځپل.

بېلاروس دا تور ردوي چې د اروپایي ټولنې لورته د کډوالو د تګ لارښوونه کوي او زمینه ورته برابروي.

XS
SM
MD
LG