د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

هالنډ: له افریقا نه د راغلو ۶۱ کسانو د کرونا معاینه مثبته ختلې


د هالنډ هوایي شرکت ( KLM)
د هالنډ هوایي شرکت ( KLM)

د هالنډ چارواکو نن وویل، د هغو ۶۱ کسانو د کرونا معاینه مثبته ختلې چې له جنوبي افریقا دغه هېواد ته ورغلي دي.

دغه کسان تېره ورځ د هالنډ هوایي شرکت ( KLM) دوو الوتنو کې امسټردام ته رسیدلي دي.

د دې کسانو په اخیستل شوېو نمونو ارزونه روانه ده چې معلومه کړي د کرونا نوې بڼه " میکرون" ده او که نه؟

بل لورته د جرمني د هیسن ایالت یوه وزیر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له افریقا یوه ورغلي کس کې د ویروس د دغې بڼه نښې نښانې لیدل شوي دي.

بل لورته چک جمهوریت ویلي، یو کس چې له نامیبیا ورغلی دی، کرونا یې د همدې نوې بڼې ده.

تراوسه دا پېښه د چک د روغتیا ملي ادارې له خوا تایید یا رد شوې نه ده.

د اروپایي ټولنې روغتیایي چارواکو ویلي، د کرونا نوې بڼه دغې لویې وچې ته ډېر خطر پېښوي.

XS
SM
MD
LG