د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

ستراتېژيست: ایا پاکستان هم د افغانستان په څېر مخ په ځوړ روان دی؟


يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې پاکستان ته د افغان کډوالو د تګ موضوع څېړلې ده.

دا خپرونه لیکي له څو لسیزو راهیسې د رسمي شمېرو له مخې پاکستان یو ملیون او څلور لکه افغانانو ته پناه ورکړې ده او د حکومتي اټکلونو له مخې پاکستان درې نیم ملیونه افغانانو ته پناه ورکړې ده.

وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو د پخوا برعکس ډېرو افغانانو ایران ته مخه کړې ده.

ایراني چارواکو په وروستیو کې وویل چې د ورځې په زرګونو افغانان د ایران لور ته اوړي او تهران له نړیوالو غوښتي چې له افغانانو سره مرستې وکړي څو خپل هېواد پرې نه‌ږدي او که داسې ونه‌کړي اکثر دغه کډوال بیا له ایرانه د اروپا په لور روانېږي.

فارین پالېسي لیکي، له کله چې طالبانو کابل نیولی دی د افغانستان بل ګاونډي، پاکستان د نویو افغان کډوالو د ورتګ مخه نیولې ده، پر پوله‌یې بندیزونه سخت کړي او یو شمېر هغه افغانان چې له ویزې پرته د پاکستان لور ته اوښتي هغوی یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

خپرونه وړاندې لیکي، ډېرو افغانانو چې په سرحد کې مشکلات لیدلي دي بېرته د افغانستان لور ته له پولې ګرځېدلي دي او پخوا به دا خلک په ډېرې اسانۍ پاکستان ته تلل.

د فارین پالېسي په مقاله کې د پاکستان د دې چلند په اړه لیکل شوي چې اسلام‌اباد د دغو کډوالو لګښت ته اندېښنه لري او دا کډوال د پاکستان ملي امنیت ته ګواښ ګڼي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا د روان کال له پیله تر اوسه پاکستان ته نږدې ۲۸ زره افغانان تللي دي چې اکثریت‌یې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته کډه شوي دي.

  • ستراتېژيست

د لوېدیځ یوې بلې خپرونې، د استرالیا د ستراتېژیک تګلارې د انستیتیوت خپرونې، ستراتېژيست په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، ایا پاکستان هم د افغانستان په څېر مخ په ځوړ روان دی؟

د دې مقالې په پیل کې راغلي چې په افغانستان کې وروستۍ پېښې او په پاکستان کې د هغوی له نتیجو په ښکاره څرګندېږي چې د دې دوو هېوادونو ستونزې نه‌شي سره بېلېدلی.

ستراتېژيست خپرونه وړاندې لیکي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د سخت شرعي قانون د نافذېدو اغېز پر پاکستان پرېوتی دی. د خپرونې په باور په پاکستان کې په سخت‌دریځه اسلامي ډلو کې وروسته تر دې ساه غوړېدلې ده چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل نیولی دی.

د خپرونې په باور دا ډلې په وروستیو کلونو کې نسبتاً کمزورې شوې وې، خو اوس د پاکستان په مهمو ښارونو کې د حکومت په وړاندې درېدلې دي او له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې یې هم سر اوچت کړی دی.

XS
SM
MD
LG