د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

ګارډین: افغانستان په چټکۍ سره په یوه ناورین د بدلېدو په حال کې دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • یو اېس اې ټوډې

یو اېس اې ټوډې (USA TODAY) ورځپاڼه په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د مخنیوي په اړه خپل راپور د مینې سادات په نوم د هغې نجلۍ په کیسه پیلوي چې هره ورځ د سهار په ۶ بجو له خوبه راپاڅېږي، د ښوونځي جامې او حجاب اغوندي، ځان د طالبانو د تېرو سترګو مقابلې ته چمتو کوي او په وېره وېره، خو په ارامو ګامونو پر هغه واټ روانېږي چې له بې‌حجابه نارینه‌وو ډک دی.

مینه د تعلیم لپاره چې واکمن حکومت بندیز پرې لګولی دی په پټه روانه ده.

یو اېس اې ټوډې لیکي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو درې میاشتې وروسته د ډېری افغان نجونو لپاره د منځني او لېسې د دورو ښوونځي بند دي او یوازې هلکان او نارینه ښوونکي ښوونځیو ته ځي.

۱۶ کلنه مینه د زده‌کړې لپاره خطر پر ځان مني، خو دا هغې لېسې ته چې پخوا تله نه، بلکې له یو شمېر همځولو نجونو سره یوه خصوصي ښوونځي ته ځي.

ورځپاڼې په امنیتي دلایلو د ښوونځي موقعیت نه‌دی ښودلی او پر مینې یې هم مستعار نوم ایښی دی.

یو اېس اې ټوډې د مطلب په دوام کې د مینې خبرې نقل کړي چې وايي په ۲۱مه پېړۍ کې نړۍ د اقلیمي بدلون، ټکنالوژۍ او ساینس په څېر پر مهمو مسایلو تمرکز کوي، خو په افغانستان کې لاهم بحث پر دې دی چې نجونې د تعلیم لیاقت لري کنه او دا چې د نجونو جامې باید څه ډول وي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي دا اټکل چې څو نجونې په پټو ښوونځیو کې درس وايي ګران کار دی، خو شمېر یې ډېر لږ دی او زده‌کوونکې او ښوونکې یې یو شان له له دې وېرېږي چې په دې اړه ډېر معلومات ورکړي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د خپلې وروستۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي دي چې افغانستان په چټکۍ سره په یوه ناورین د بدلېدو په حال کې دی.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد ړنګ شوی او د غذايي موادو بیې لوړې شوي، افغانان احساس کوي چې خیانت ورسره شوی.

ګارډین لیکي دا احساس ډېر عجیب نه‌دی ځکه په افغانستان کې بحران مخ په زیاتېدو دی، خو د نړیوالو پاملرنه له دې هېواده اوښتې ده.

ورځپاڼه زیاتوي چې افغانانو سږ کال په ډېره تیاره کې تېر کړ، خو اوس چې ژمی راروان دی دا تیاره لا زیاتېږي.

ګارډین د خوړو د نړیوال پروګرام «WFP» د هغه وروستي راپور یادونه کوي چې له مخې یې، د افغانستان نږدې ۲۳ ملیونه وګړي به د پسرلي تر رارسېدو پورې د خوړو له کمښت او یا د غذايي موادو د ناامنۍ له سخت حالت سره مخامخ شي.

د راپور له مخې د افغانستان اقتصاد چې په تېرو دوو لسیزو کې تر ډېره پر بهرنیو مرستو متکي و او هسې هم د اوږدې جګړې، د کرونا د وبا او سختې وچکالۍ له کبله ځپل شوی، د زمري په ۲۴مه نېټه پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته په سلو کې ۴۰ کمزوری شوی دی.

ګارډین لیکي چې د افغانستان نفوس اوس زیات شوی، د سونګ او د اړتیا وړ نورو لومړنیو موادو بیې په سلو کې ۷۵ لوړې شوي چې له دې سره په ځانګړي ډول ښځې ډېرې زیانمنې شوي.

په داسې یوه حالت کې ورځپاڼه سپارښتنه کوي چې امریکا او د امریکا متحدان باید هغه پیسې چې له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره‌یې د هغو ژمنه کړې، ملګرو ملتونو ته وسپاري.

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د مرستندویو ټولنو فعالیت له خنډ سره مخامخ دی ځکه په افغانستان کې د بانکي سیستم د شنډېدو له وجې خپلو ساحوي کارکوونکو ته معاشونه نه‌شي ورکولای.

په همدې دلیل ګارډین لیکي ځیني کسان استدلال کوي چې د افغانستان د نږدې نهه‌نیم میلیارد ډالرو شتمنیو د ازادولو وخت رارسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG