د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د امریکا د ځانګړې ویزې غوښتونکي افغانان: اوږد انتظار نامعلوم برخلیک سره مخ کړي یو


د کابل هوایي ډګر 
د کابل هوایي ډګر 

د امریکا د ځانګړو ویزو یا «اېس ای وي» د ترلاسه کولو لپاره اوږد انتظار د متحده ایالاتو د دولت افغان همکاران له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.

یو شمېر هغه افغانان چې په پوځي اډو کې یې د امریکا له متحده ایالاتو سره کار کړی، دغه هېواد د خپل ځان او کورنیو د برخلیک په اړه په نه‌پاملرنې تورنوي.

یو شمېر دوی چې تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي ازادي راډیو ته وویل، لومړیو کې د «اېس ای وي» په بهیر کې شامل شول، خو ډېر وخت کېږي چې د دې پروسې په اړه هېڅ معلومات ورسره نه‌دي شریک شوي.

دا ادعاوې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې وړاندې متحده ایالاتو په وار وار ویلي، د هغو افغان همکارانو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له دوی سره کار کړی، د دوی د امتیازاتو ورکولو او امریکا ته‌یې د انتقالولو په برخه کې ژمن دي او د تخیلې بهیر لا هم روان دی.

د کابل د سقوط وروسته زرګونه افغانان په امریکایي طیارو کې امریکا او اروپایي هېوادونو ته ولېږدول شول
د کابل د سقوط وروسته زرګونه افغانان په امریکایي طیارو کې امریکا او اروپایي هېوادونو ته ولېږدول شول

له دې ډلې شپږو کسانو یې خپل اسناد هم ازادي راډیو ته رالېږلي چې ټولو دغو کسانو په کابل کې په مورهید پوځي اډه کې له امریکایانو سره کار کړی دی.

له دې ډلې یو کس وایي، یو کال او ۵ میاشتې مخکې «اېس ای وي» پروسه کې یې نوم ثبت شوی، خو تر اوسه ورته په تمه دی.

د ده لپاره د متحده ایالاتو د دولت وروستی ځواب د روان کال د سپټمبر په ۹مه ورکړل شوی دی.

نصیر احمد وایي ډېر نږدې کسان‌یې پوهېږي چې ده څه دنده درلوده او ده او کورنۍ ته‌یې د امنیتي ګواښ امکان موجود دی.

نصیر وایي: "که کوم کس مو شیطاني وکړي چې دوی له بهرنیو سره کار کړی، امنیتي ستونزې مو ډېرې دي، بل دا چې هر څومره مو دا بهیر وځنډېږي موږ لپاره شرایط نور هم سختېږي."

د اګسټ میاشتې په ۱۵مه د طالبانو له لوري د کابل تر سقوط او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ځلونو ویلي چې له افغانستانه د امریکایانو او د هغوی د افغان همکارانو ایستلو بهیر لا دوام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د لړم میاشتې په ۲۵مه رسنیو ته وویل چې له افغانستانه د تخلیې مأموریت تر اوسه نه‌دی ختم شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس

حنیف د خپلو همکارانو په استازیتوب د «SIV» بهیر کارونه تعقیبوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل، هغو افغانانو چې له ده سره د امریکایانو په پوځي اډه کې کار کاوه یوازې ۷کسان‌یې توانېدلي چې د تخلیې په پروسه کې امریکا ته انتقال شي او پاتې ۱۲۰ نور کسان تر اوسه په افغانستان کې او بې‌برخلیکه دي.

د ده په خبره دغه ټول کسان څو کلنه کاري تجربه او په کافي اندازه اسناد په لاس لري، خو اړ دي چې د ځانونو د خوندیتوب لپاره هره یوه موده وروسته یو ځل خپل د استوګنې ځایونه بدل کړي.

حنیف وایي: "د امریکایانو په کمپونو کې مو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، اوس‌مهال په افغانستان کې پاتې یو، اېس ای وي اسناد هم لرو، خو تر اوسه امریکایانو موږ ته هېڅ هم نه‌دي کړي، څو ځلې مو چې ورته اېمېلونه کړي ځواب کې یې ویلي چې په تمه شو، موږ لا هم په تمه یو، خو موږ ته کوم روښانه ځواب نه‌دی راغلی، د تخلیې بهیر ډېر کمزوری و او موږ ونه‌شو کړای چې هوایي ډګر ته ننوځو او امریکا ته انتقال شو، موږ د ځان او کورنیو د امنیت په اړه اندېښمن یو او زموږ د اېس ای وي کېسونو تر اوسه هېڅ پایله نه‌ده ورکړې."

د امریکایانو په ګډون بهرنیو ځواکونو د طالبانو له لوري د کابل تر سقوط ۱۵ ورځې وروسته دغه هېواد پرېښود.

طالبانو د کابل او د افغانستان د ډېرو برخو له نيولو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه، خو دې کار د هغو افغانانو جدي اندېښنه کمه نه‌کړه چې له امريکايانو او د ناټو له نورو غړو هېوادونو سره کار کوي.

طالبانو په کابل کې له یوې چاودنې وروسته د سیمې امنیت نیولی
طالبانو په کابل کې له یوې چاودنې وروسته د سیمې امنیت نیولی

د دغو کسانو د وېرې او اندېښنې لامل هغه راپورونه دي چې د عمومي بخښنې له اعلان وروسته خپاره شول، د ځینو پخوانیو دولتي کارکوونکو او هغو کسانو چې له نړیوالو مؤسسو سره‌یې کار کړی د شکنجې او محاکمې خبرونه وخت په وخت خپرېږي.

په همدې توګه، د اېس ای وی پروسې پڅ بهیر د هغو افغانانو ترمنځ ناخوښي راپارولې چې له متحده ایالاتو سره‌یې کار کړی.

شکېب د اېس ای وي یو بل راجستر کوونکی دی چې له دوو کلونو زیات‌یې له امریکایانو سره کار کړی دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د خپل اېس ای وي د کار د پرمختګ په اړه کوم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

شکېب زیاتوي: "کله چې موږ د دوی سفارت ته اپلای وکړ، دوی موږ رد کوي، حتی که دوی وغواړي زموږ په کارت کې د بېج پلټنه وکړي ټوله خبره دوی ته روښانه کېږي."

اېس ای وي یا د مهاجرت ځانګړې ویزه، د متحده ایالاتو د غیر امریکایي همکارانو لپاره د متحده ایالاتو د پناه غوښتنه ده چې د متحده ایالاتو حکومت سره په زیانمنو هېوادونو کې کار کوي.

په مارجه کې افغان کروندګر له امریکایي سرتېرو سره
په مارجه کې افغان کروندګر له امریکایي سرتېرو سره

د دغه ډول ویزو د ورکولو پروسه په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د امریکا د حکومت له‌خوا پیل شوې ده.

له هغه راوروسته ډېرو افغانانو وکولای شول چې له دغه امتیازه په استفادې امریکا ته ولاړ شي.

امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن مأموریت په ترڅ کې لسګونه زره افغان همکاران درلودل چې تر اوسه‌یې په دغه هېواد کې د خپل پوځي مأموریت له پای ته رسېدو راهیسې تر ۱۲۰ زرو ډېر کسان لېږدولي دي.

XS
SM
MD
LG