د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار څرګندونو ته افغانستان کې د طالبانو غبرګون


د پاکستاني طالبانو یو شمېر غړي
د پاکستاني طالبانو یو شمېر غړي

د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرو کې دوی منځګړي دي او د هېچا استازولي نه کوي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا کار د دې لپاره کوي چې سیمه کې امن راشي: "موږ رښتیا هم استازولي نه کوو. موږ د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمنځ استازیتوب کړی، څو سیمه کې سوله ټینګه شي او دا د ټولو په ګټه ده. د استازولۍ خبره سمه نه ده."

د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، د هیچا استازولي نه کوي.
د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، د هیچا استازولي نه کوي.

ښاغلی مجاهد دا څرګندونې وروسته ترهغه کوي چې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار موید یوسف ویلي، له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ پیل شوي او روانې دي.

ښاغلي یوسف له جیو نیوز ټلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل: "طالبانو ځواب راکړی چې موږ خبرې کوو، تاسې سم وايئ. پخوانۍ خبره خلاصه ده، موږ به د دوی هغه ډول ساتنه و نه کړو. افغان طالبان وايي، موږ هغوی سره خبرې کوو او ډېره هڅه کوو. تراوسه د مخامخ خبرو اړتیا نه‌شته، کله چې اړتیا شوه بیا به ګورو."

ښاغلی یوسف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی خپل دریځ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شریکوي او بیا یې هغوی پاکستاني طالبانو ته رسوي وویل: "له لومړیو دا بهیر په همدې توګه پیل شوی دی."

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار دا تور هم پورې کړی چې ګنې اوس هم د پاکستاني طالبانو یو شمېر غړي او کورنۍ یې افغانستان کې اوسېږي، خو هغه ډاډ ورکړ چې د طالبانو حکومت ورته ویلي، اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې پاکستان وګواښل شي.

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار موید یوسف
د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار موید یوسف

پاکستان له لومړیو دا تور پورې کاوه چې ګنې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي، خو د جمهوري نظام پرمهال نه یوازې دا چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستاني طالبانو مشران په نښه شول، بلکې یو شمېر یې لاس‌تړلي پاکستان ته وسپارل شول.

د مخکیني جمهوري نظام چارواکو به ویل، پاکستان د هغو طالبانو لپاره چې افغانستان کې بریدونه کوي، خوندي او ارام پټن‌ځایونه برابر کړي دي.

دوی دا هم ویل چې د طالبانو کورونه او تجارت یې پاکستان کې دی او دا پوښتنه یې هم کوله چې دواړه لوري دې د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

خو طالبانو چې اوس پر افغانستان واکمن دي، تل دا تورونه رد کړي او وايي، دوی خپلواک دي.

د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان ترمنځ اوس‌مهال پر یو لنډمهالي اوربند هوکړه شوې چې د ډسمبر په نهمه پای ته رسېږي.

دواړو لوریو هوکړه کړې چې خبرو ته به دوام ورکوي، خو د دې خبرو پر وړاندې د پاکستان دننه مخالفتونه هم شته.

له دې مخالفانو یو هم د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پارلمان غړی محسن داوړ دی.

هغه ویلي، پاکستانی حکومت دې د تحریک طالبانو سره د سولې خبرو پرځای، حساب و کتاب وکړي.

محسن داوړ پاکستاني طالبان په شمالي وزیرستان کې د خلکو په وژلو او ورانۍ تورنوي.

XS
SM
MD
LG