د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

افغانستان کې له بانکونو د پیسو اخیستل، لا هم یوه ستونزمنه چاره ده


بانک ته په نوبت ولاړ کسان
بانک ته په نوبت ولاړ کسان

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د خصوصي بانکونو له بیا ځلي پرانیستل کېدو نږدې درې میاشتې وروسته لا هم، له بانکونو د پیسو اخیستل یوه ستونزمن کار دی او خلک په ستونزو کې دي.

هغوی چې په بانکونو کې یې پیسې پاتې دي وايي، کله کله خو تر ۲۴ ساعتونو د بانکونو ترمخه د نوبت اخیستلو لپاره په جوړ شوېو کتارونو کې انتظار باسي، څو بانک ته دننه شي.

دوی نیوکه کوي چې د بانکونو خدمتونه لا هم د دوی غوښتنو ته ځواب ویونکي نه دی.

غلام قادر وايي، کله چې پیسې اخلي، د سهار له پنځو بجو کتار کې ځای نیسي، څو بانک ته ننوځي.

د ده په خبره، که څه هم بانک کې یې ډالر زېرمه کړي، خو وروستیو اوونیو کې افغانۍ ورکول کېږي چې د بازار د بیو پرتله په کې سل تر دوو سوو افغانیو تاوان کوي: "له هغه راهیسې چې بانکونه بیا ځلي فعال شول، اوونۍ کې یوه دوه ورځې سرګردانوي. اوس هوا هم سړه شوې، سهار باید ۵ بجې له کور ووځم، څو نوبت راشي. موږ له حکومته غواړو چې د بانک‌ولۍ په برخه کې ستونزې حل کړي."

ځینې خلک وايي، په بانک کې یې ډالر زېرمه کړي خو بانک ورته افغانۍ ورکوي.
ځینې خلک وايي، په بانک کې یې ډالر زېرمه کړي خو بانک ورته افغانۍ ورکوي.

غلام قادر زیاتوي، غوښتل یې په بانک د خپلو جمع شوېو ټولو پیسو له راایستلو وروسته، یو خصوصي کار روزګار پیل کړي، خو خپلو ټولو پیسو ته لاس‌رسی نه‌لري او له همدې امله نه شي کولای کوم کار هم پیل کړي.

د طالبانو له واکمنېدو او د بانکونو د بیا ځلي فعالیت له پیل وروسته، د افغانستان بانک خصوصي بانکونو ته د یوې مکتوب له لارې ولیکل چې خپلو مشتریانو ته په میاشتني ډول ۲۰۰ امریکايي ډالر یا هم ۲۰ زره افغانۍ ورکړي.

خو دوه اوونۍ وړاندې دا محدویت تر ۴۰۰ امریکايي ډالرو او ۳۰ زره افغانیو ورسېد.

د کابل اوسېدونکي هم سر ټکوي چې له بانکونو د خپلو پیسو د راایستلو پر مهال له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان ده: "هر سهار وختي بانک ته ځم. هوا ډېره سړه وي. پیسې هم په ډېره اسانۍ نه راکوي، په ډېر ځنډ راکول کېږي. زه نجلۍ یم، نه شم کولای نیمه شپه ولاړه شم او نوبت ونیسم. په بانکونو کې دا ډول ستونزې دي. "

که څه هم له بانکونو د خپلو پیسو د راایستلو په برخه کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو د افغانستان بانک د رسنیو څانګه بیا وايي، د دوی رهبري له خصوصي بانکونو سره لا هم په غونډو بوخته ده، څو وشي کولی چې په دې برخه کې اسانتیاوې راولي.

د افغانستان بانک رسنیزې څانګې ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي، ښايي په یو شمېر مشخصو برخو کې ستونزې وي، خو په ډېری برخو او ډېرو بانکونو کې د خلکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د تېرو شل کلونو پر مهال په افغانستان کې په خصوصي بانکونو پانګونه یوه لاس‌ته راوړنو وه، خو د طالبانو له واکمنېدو او خلکو ته په خپلو پیسو کې د ورکړې پر مهال د محدویت ټاکل، پر خصوصي بانکونو باورونو ته زیان اړولی دی.

د دې تر څنګ خلکو او ان سوداګرو ته د کمو پیسو ورکړې، د افغانستان سوداګري هم ځپلې، راکړه ورکړه یې اغېزمنه کړې او د بېلابېلو توکو د بیو په پورته کېدو بې هم نېغ په نېغه تاثیر کړی دی.

XS
SM
MD
LG