د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

ملګري ملتونه: طالبان نه‌دي توانیدلي د داعش مخه ونیسي، ټولو ولایتونو کې شته


ارشیف، افغانستان کې داعش وسله وال
ارشیف، افغانستان کې داعش وسله وال

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه وارزاوه، خو داعش خراسان څانګې ته یې ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

دیبرا لاینز دې غونډې ته چې تېره شپه د کابل په وخت دولس نیمې بجې پيل شوه، وویل تېرکال داعش په افغانستان کې شپېته بریدونه کړي وو او سږ کال چې د کومو حملو مسوولیت داعش اخیستی یا دوی ته منسبوبې شوې دي چې شمېر یې درې سوه شپږ دیرشو ته رسیدلې دی.

مېرمن لاینز زیاته کړه: "منفي عمده پرمختګ دا دی چې طالبان نه دي توانیدلي چې د عراق د اسلامي دولت د خراسان څانګې د پراختیا مخه ونیسي. داعش یو وخت په څو ولایتونو او کابل کې فعاله وو، اوس داعش خراسان څانګه نژدې په ټولو ولایتونو کې شته او ډېره فعاله ده."

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې طالبان د داعش د مخنیوي لپاره په غیرقانوني ډول خلک نیسي او دا اندېښنه شته چې د داعش مشکوک غړي په صحرایي محاکمو کې ووژني.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې طالبان د داعش د مخنیوي لپاره په غیرقانوني ډول خلک نیسي
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه چې طالبان د داعش د مخنیوي لپاره په غیرقانوني ډول خلک نیسي

د امنیت شورا په غونډه کې د ایران، پاکستان او تاجکستان استازیو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته چې د اګسټ په پنځلسمه یې کابل ونیو د افغانستان امنیتي وضعیت ښه وباله، خو په ورته وخت کې یې تور پورې کړ چې طالبان خپل مخالفان ځپي.

اغلې لاینز زیاته کړه: "له لویه سره امنیتي وضعیت ډېر ښه شوی دی ځکه چې جګړې تر ډېره ختمې شوي دي. موږ په منظم ډول د پېښو ناوړه راپورونه ترلاسه کوو چې په دې کې د کورونو تلاشۍ او د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو او چارواکو بې محاکمې وژنې شاملې دي."

طالبانو مخکې دا تورونه رد کړي وو چې خپل سیاسي مخالفان ځپي د دوی مرستیال ویاند بلال کریمي دوې اوونۍ مخکې ویلي وچې د طالبانو له صفونو څخه نژدې دوه سوه کسان په دې تور ایستل شوي دي چې د طالبانو له اصولو سرغړونه کوي او په جرمونو کې لاس لري.

ښاغلي کریمې هغه مهال ویلي و چې له دې کسانو به تحقیقات وشي.

XS
SM
MD
LG