د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د کونړ ځینې بې معاشه ښوونکي: د کور توکي مو په کمه بیه وپلورل


کونړ کې یو ښوونځی
کونړ کې یو ښوونځی

په کونړ کې ښوونکي وايي، د معاشونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ مرکز اړوند د کرهالي هلکانو د منځني ښوونځي ۷ ټولګي کې ښوونکی امین الله وایي، په کور کې د خوراک لپاره څه نه لري او هټیوال هم ورته پور نه ورکوي، خو بیا يې هم تراوسه تدریس ته دوام ورکړی.

امین الله وایي: " تر اوسه موږ معاشونه نه دي اخیستي، په کور کې مو چې څه شیان وو، هغه مو ټول په بازار کې په ډېره ارزانه بیه وپلورل. ځکه چې اولادونه او کورنۍ راڅخه نفقه غواړي، بل کوم درک مو هم نه درلوده. نور هېڅ راته نه دي پاتې. ډېری ښوونکي خپل کورونه نه لري او په کرایه کورونو کې اوسېږي. د معاشاتو د نشتوالي په وجه د کورونو مالکانو له کورونو ایستلي او نن سبا ګڼو ستونزو سره مخ دي."

د معاشونو نشتون هر ښوونکی له بلا کړاونو سره لاس او ګریوان کړی.

ارشیف؛ په ارغنداب کې د جګړو له امله د ویجاړ شوي ښوونځي ښوونکی
ارشیف؛ په ارغنداب کې د جګړو له امله د ویجاړ شوي ښوونځي ښوونکی

د ښوونکو په خبره که يې معاشونه نور هم وځنډیږي، نو ډېری هم مسلکي به يې د دندو پرېښودو او د نورو کارونو پیل کولو ته اړ شي چې دا کار به د هېواد پر درسي بهېر ډېره بده اغېزه وکړي.

په کونړ کې د ښوونکو د ټولنې مشر حاجي حیات الله توحیدي وایي:" دا درې میاشتې کېږي چې ښوونکو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي او په ډېر بد حالت کې دي. د کور سامانونه، کورونه،ځمکې او څه يې چې په لاس کې وو، هغه ټول يې وپلورل، ځکه چې اولادونه ترې خوراک غواړي. هټیوال ورته خوراکي توکي په قرض نه ورکوي.که ښوونکو ته معاشونه ور نه کړل شي،نو ښوونځي به وتړي. له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي هسې هم بند دي او که د هلکانو ښوونځي هم بند شي، نو یو ستر ناورین به رامنځته شي او هېواد به مو د جهالت او ناپوهۍ لور ته لاړ شي."

ښوونکي له طالب چارواکو غواړي چې د هېواد د تعلیمي ادارو ستونزو هوارې ته دې ځانګړی پام وکړي.

په مزار شریف کې خالي ټولګی
په مزار شریف کې خالي ټولګی

د دوي په خبره چې همدا ښوونکي دي چې هېواد ته ډاکټران، ښوونکي،انجینران او نور مسلکي کادرونه روزې.

دیني عالمان وايي، د اسلام دین خپلو پيروانو ته امر کړی چې مزودور ته د هغه له خولې وچېدو وړاندې مزد ورکړئ، خو نن سبا ډېری مسلمانان مزدور او مامور ته په خپل وخت مزد نه ورکوي چې له امله يي په هېواد کې د فقر کچه د هرې ورځې په تېرېدو لوړیږي.

کونړ کې د پوهنې ریاست مسوولین بیا وایي چې د ښوونکو د معاشونو د ورکړې لپاره مرکزي مشرانو ډاډ ورکړی او دوی هیله من دي چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي.

په کونړ کې د طالبانو د پوهنې رئیس مولوي محیب الله حیدري ازادي راډیو ته وویل: "د اسد د میاشتې معاشونه الحمد لله ټولو ولسوالیو ته رسیدلي او که کومې ته نه وي رسیدلي، د هغوی کارونه هم مستوفیت او نورو ادارو کې خلاص شوي دي. معاشونه خو یو ضرورت دی. هر معلم او هر مامور کور لري، بچي لري او ډېری اړتیاوې لري. نو د معاشونو د ژر اجرا په باره کې موږ ته مشرانو ډاډ راکړی دی."

په کونړ کې په داسې حال کې ښوونکي د معاشونو له نشتوالي شکایت کوي چې د هېواد په اکثرو ولایتونو کې دغه ستونزه شتون لري.

په کندهار کې تېره اوونۍ ښوونکو کار بندیز هم اعلان کړی، خو لا يې مشکل نه دی حل شوی.

که څه هم د ماشومانو لپاره د نړیوال وجهې صندق یونېسف مسوولینو ویلي و چې ښوونکو ته به دوی معاشونه ورکوي، خو افغانستان سره د نړیوالو له خوا د نورو شویو ژمنو په څېر یاده ژمنه لاهم نه ده عملي شوي.

ښوونکي وايي، له یوې خوا معاشونه نشته او له بل پلوه په بازارونو کې د خوراکي او سونګ توکو نرخونه د هرې ورځې په تېرېدو لوړیږي او پیرل يې د دوی او د نورو بې وسه خلکو له توانه وځي.

XS
SM
MD
LG