د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د افغانۍ او ډالرو بې‌ساری توپیر؛ افغانستان کې یو ډالر په ۹۵ افغانۍ بدلېږي


افغانۍ
افغانۍ

افغانۍ د ډالرو په وړاندې په تېرو دوو لسیزو کې پرون تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده.

په پلازمېنه کابل کې د پيسو د تبادلې په تر ټولو لوی او مشهوره مارکېټ شهزاده سرای کې یکشنبه یو امریکايي ډالر ان ۹۵ افغانیو ته ورسېد.

په تېرو ۲۰ کلونو کې دا نرخ بې‌ساری ګڼل کېږي.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې راپور ورکړی نږدې شل کاله پخوا ۲۰۰۲ کال کله چې نوي افغاني بانکنوټونه په جرمني کې چاپ شول هغه وخت د یوه امریکایي ډالره بیه ۴۳ افغانۍ وه.

د افغانستان بانک پخوانی رئیس خان افضل هډه‌وال د ډالرو د دې بې‌ساري نرخ د لوړېدو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو ۲۰ کلونو کې دې نرخ ته نه‌و رالوېدلی. یو دوره کې ۹۰ ته رسېدلی و چې هغه ډېر محدود وخت لپاره و. د افغانیو نرخ په کوم اساسي اقتصاد باندې ولاړ نرخ نه‌و."

د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو ګڼ شمېر افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، تر ډېره وخت سوداګرۍ یعنې صادرات او واردات په ټپه ودرېدل او بهرنۍ مرستې هم بندې شوې.

د اګست په میاشت کې کابل د طالبانو په لاس سقوط شو
د اګست په میاشت کې کابل د طالبانو په لاس سقوط شو

همدا وو چې د نږدې درېیو میاشتو په موده کې ډالر له شااوخوا ۷۷ افغانیو راپورته شول او ان تر ۹۵ ورسېدل.

د افغانستان بانک پخوانی رئیس ښاغلی هډه‌وال وايي پخوا به حکومت د پيسو د نرخونو د ساتلو لپاره وخت په وخت په مارکېټ کې د پيسو په وېش سره مداخله کوله او په دې لارې به افغانیو خپل نرخ ثابته ساته.

هغه د افغانیو د بیې د دې بې‌سارې لوېدو د تأثیراتو په اړه وویل: "قیمتونه لوړېږي. اولیه مواد څه چې ټول او هر څه باندې تأثیر لري. په همدې دلیل به موږ په مارکېټ کې مداخله کوله. بیا د خلکو د خرید توانايي کمېږي او ارزښت د پيسو هم لوېږي. بیا د دې ترڅنګ چې خلکو پيسو ته نه ووايي او وايي چې زه‌یې نه‌اخلم د دولت بودجې کمبودي زیاتېږي."

ښاغلي هډه‌وال زیاته کړه چې حکومت باید په افغانستان بانک کې د حاکم مالي سیاست په مطابق مخته ولاړ شي که نه لیرې نه‌ده چې د افغانیو ارزښت لا پسې ولوېږي.

د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت په بهرنیو اسعارو په تېره بیا ډالرو باندې راکړه ورکړه بنده کړې او د خلکو پيسې هم په افغانیو ورکوي.

د پيسو د تبادلې مارکېټ شهزاده سرای کې یکشنبه یو امریکايي ډالر ان پنځه نوي افغانیو ته ورسېد.
د پيسو د تبادلې مارکېټ شهزاده سرای کې یکشنبه یو امریکايي ډالر ان پنځه نوي افغانیو ته ورسېد.

د افغانستان بانک تازه د ډالرو د دې بې‌ساري لوړېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو له څو ورځو یې د خلکو د پیغامونو په خپرولو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان شااوخوا ۹،۵ میلیارده کنګل شوې پيسې ورخلاصې کړي.

د کابل دوو اوسېدونکو او دکاندارانو ابراهیم او محمد صالح د افغانستان بانک په ټویټر باندې په خپرو شویو وېډیوګانو کې ویلي چې امریکا د افغانستان سرمایه خوشې کړي.

ابراهیم وایي: "له نړیوالې ټولنې نه زموږ دا هیله ده چې کومه سرمایه‌یې زموږ نیولې دا باید خوشې کړي. دا موږ سره ظلم او زیاتی دی. موږ فقر او بېچاره‌ګۍ سره مخ یو په دې چې زموږ ټوله شتمني هغوی بنده کړې ده. حواله بنده ده. د اوړو، غوړیو هر څه په حوالو کېږي ټول هر څه بند دي باید دا موږ ته خوشې کړي."

محمد صالح بیا وایي: "ملګرو ملتونو او امریکا چې کومې پیسې زموږ بندې اچولې دي زموږ اقتصاد ته سخته ضربه وارده کړې ده. دا له دوی زموږ خواهش دی چې دا پيسې راخوشې کړي څو موږ خپل هېواد داسې حالت ته ورسوو چې په خپلو پښو ودرېږي."

د کابل ښار اوسېدونکي
د کابل ښار اوسېدونکي

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره متحده ایالاتو د افغانستان شااوخوا ۹،۵ میلیارده ډالره کنګل کړي او د طالبانو او خلکو له مکررو غوښتنو سره سره‌یې موافقه نه‌ده کړې چې طالبان دې پيسو ته لاسرسی پيدا کړي.

د راپورونو له مخې د افغانستان په بانکونو کې نغدې پيسې په تېره بیا ډالر په خلاصېدو دي او دا چاره نه‌یوازې دا چې د افغانیو ارزښت سخت زیانمن کړی، بلکې په عمومي توګه‌یې د خوراکي او استهلاکي توکو بیې ان دوو برابرو ته رسولې دي.

XS
SM
MD
LG