د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

افغانانو سره د جرمني مرسته؛ طالبان: له ټولو بلاعوضه مرستو هرکلی کوو


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو حکومت وايي، د نورو هېوادونو بشري مرستي د افغانانو په ژوند مثبت اغېز لري او کولای شي د ستونزو په حل کې یې مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، د دوی حکومت له ټولو هغو مرستو چې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو له خوا کېږي، هرکلی کوي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "اسلامي امارت له ټولو بلاعوضه او هغو مرستو چې د خلکو ستونزو حلوي، هرکلی کوي. موږ غواړو چې دا هېوادونه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو په ازادۍ کې هم مرسته وکړی، څو د افغانستان ډېرې نورې ستونزې هم حل شي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د بشري ناورین د راپېښېدو ګواښ ته په کتو، جرمني له دې هېواد سره د ۶۰۰ میلیونه یورو بشري مرستو اعلان کړی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل، دا مرستې به د خوړو نړیوال سازمان WFP او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري یا UNHCR له‌خوا ولګول شي.

دا وزارت زیاتوي، په افغانستان مرستندویه بنسټونه کولی شي چې له دې پیسو په ګټې، هغوی سره چې بې‌ وزله دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، مرسته وکړي.

په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي چې ټولو شریکانو یې ډاډ ورکړی چې دا مرستې به یوازې د بشري مرستو په هدف لګول کېږي او د طالبانو لاس ته به نه لوېږي.

له بلې خوا له افغانستان سره د بشري مرستو دوام، افغانان هم هیله‌مند کړي او د عادلانه وېش غوښتنه یې کوي.

دوه تنه کابل مېشتي خیرالله او مژګان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته وزګاره شوي وايي، د هرې ورځې په تېرېدو یې ستونزې ډېرېږي: "موږ واقعاً له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو. دا مرستې زموږ په څېر خلکو لپاره ډېرې مهمې دي. له جرمني مننه چې دا مرسته یې وکړه.

-زه له هغې ورځې چې طالبان واکمن شول، بې دندې یم. د یوه لویې کورنۍ مسوولیت لرم. دا مرستې ډېرې ښې دي، هیله لرم چې اړمنو ته ووېشل شي."

په افغانستان کې د ژمي موسم په را نږدې کېدو دی، هوا سړه شوې او ټولې بې وزله کورنۍ په اندېښنه کې دي.

د زمري په ۲۴مه نېټه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د نورو هېوادونو په ګډون جرمني هم له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولې.

د مرستو ځندېدو په افغانستان بشري وضعیت ډېر کړکېچن کړ او دې مسالې یو شمېر هېوادونه بېرته اړ کړل چې له افغانانو سره مرستې وکړي.

د دې مرستو تر ټولو ډېره برخه یې د جي‌۲۰ هېوادونو له‌خوا اعلان شوې چې شااوخوا یو میلیارډ ډالر کېږي.

امریکا هم د لړم په ۶مه نېټه له افغانستان سره د ۱۴۴ میلیونه ډالرو بشري مرسته اعلان کړه.

د مرستو ځندېدو په افغانستان بشري وضعیت ډېر کړکېچن کړ
د مرستو ځندېدو په افغانستان بشري وضعیت ډېر کړکېچن کړ

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند امیلي هورن یوه اعلامیه کې ولیکل، که افغانستان سره په خپل وخت بشري مرستې و نه شي، کېدای شي میلیونونه افغانان په ژمي کې له لوږې سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو دا اندېښنه په ځلونو تکرار کړې او څومره ژر چې شوني وي، افغانستان سره یې د پراخو بشري مرستو غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG