د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

پاکستاني طالبان: د خپلو بندیانو د خوشې کېدو په شرط پاکستان سره خبرو کوو


ارشیف، د پاکستاني طالبانو دوه تنه غړي
ارشیف، د پاکستاني طالبانو دوه تنه غړي

د پاکستاني طالبانو د تحریک ګڼو سرچینو ویلي، دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د مذاکرو د یوه شرط په توګه د دوی ځینې بندیان خوشې کړي.

د مذاکرو هدف دا ښوول شوی چې د بشپړ اوربند لپاره زمینه برابره او له حکومت سره له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو دښمني ختمه شي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک درېیو قوماندانانو د دې ډلې د بندیانو خوشې کېدل د باور جوړونې لپاره یو مهم اقدام بللی دی.

په کونړ کې د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه قوماندان چې نوم یې نه دی یاد شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دوی له افغان طالبانو جلا دي.

راپورونه وايي، د افغان طالبانو په منځګړیتوب د خبرو پیل شوي دوه پړاوونه ناکامه شوي دي.

هغو سرچینو چې له دې موضوع خبر دي، رویټرز اژانس ته ویلي، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني چې دا مهال د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی، د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ په خبرو کې همکاري کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره میاشت د ترکیې ټي. ار. ټي (TRT) ټلوېزیون ته په مرکه کې ویلي وو حکومت یې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د روغې جوړې د پروسې د برخې په توګه په خبرو بوخت دی.

مذاکره کوونکي وايي، دواړو لوریو منلي، تر هغو چې د دوی ترمنځ کومه موافقه لاسلیک او علني شوې نه وي، د روغې جوړې د ملاتړ یا مخالفت یا هم د یو بل پرضد به کومه اعلامیه نه خپروي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، حکومت یې د پاکستاني طالبانو سره په خبرو بوخت دی.
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، حکومت یې د پاکستاني طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند، محمد خراساني په یوه پیغام کې وویل چې دغې ډلې له بامفهومه خبرو هېڅکله مخ نه دی اړولی، خو تراوسه په عمل کې هېڅ تحول نه دی راغلی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د پوځ مطبوعاتي څانګې د دې موضوع په اړه د رویټرز خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا تحریک طالبان پاکستان له ځینو افراطي او ملېشه ډلو جوړ دی چې له ۲۰۰۷میلادي کال راهیسې د پاکستان د حکومت پرخلاف جنګېږي.

دغه ډله د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله ده.

د پاکستاني طالبانو تحریک له ۴۰۰۰ نیولې تر ۵۰۰۰ پورې جنګیالي لري چې اکثره یې پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته نږدې فعال دي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه نېټه کابل هم ونیوه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه ځینې تحرکات شوي دي.

XS
SM
MD
LG