د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

سیګار: تېره ۲۰ کلنه جګړه کې نږدې ۷۰ زره افغان سرتېري او پولیس وژل شوي


ارشیف، د هرات د ګذرې پېښه
ارشیف، د هرات د ګذرې پېښه

د تېرې ۲۰ کلنې جګړې د مرګ‌ ژوبلې شمېرې، هغه چې یوازې د مخکني افغان حکومت په امنیتي او دفاعي ځواکونو او بهرنیو عسکرو پورې محدودې دي.

دا شمېرې د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې ادارې خپرې کړي.

سیګار لیکي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۶۰ تر ۷۰ زره سرتېري وژل شوي دي.

دا مرګ‌ژوبله د مخامخ جګړې، ځانمرګو بریدونو او چاودنو په پایله کې افغان سرتېرو ته اوښتې ده.

دې ادارې دا ارقام د امریکا د لوی درستیز مارک مېلې له قوله خپاره کړي دي.

د سیګار په راپور کې په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو او قراردادیانو شمېر هم یاد شوی دی.

راپور لیکي:

افغانستان کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر له ۷مې نېټې تر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ تر ۳۱مې نېټې پورې ۱۹۱۰ تنه امریکايي عسکر وژل شوي او ۲۰زره ۶۸۶ نور ټپیان شوي دي.

سیګار په ۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۴۳ تنه ښودلی وو، خو د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې اداره وايي، د ۲۰۲۱ میلادي کال په دې خپرو شوېو شمېرو کې هغه ۴۱۵ تنه شامل نه دي چې د مړینې یا هم وژنې دلایل یې نور دي.

سیګار په خپل راپور په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي او نورو قراردادیانو شمېر ته هم اشاره کړې او لیکي:

سیګار په ۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۴۳ تنه ښودلی
سیګار په ۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د وژل شوېو امریکايي عسکرو شمېر ۲۵۴۳ تنه ښودلی

د ۲۰۰۲ میلادي کال د اپریل له ۱۷مې نېټې تر ۲۰۱۸ میلادي کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې په دې هېواد کې د ۴۵ امریکايي قراردادیانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲۳۳ تنه چې د بیا رغونې په چارو بوخت وو، وژل شوي دي.

په همدې موده کې د ۳۸ امریکايي قراردادیانو په ګډون ۱۴۲۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

خو د سیګار په راپور کې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د وژل شوېو طالبانو شمېر نه دی یاد شوی.

د دې ترخنګ د دې کال په راپور کې د ملکي کسانو وژنو ته هم اشاره نه ده شوې، خو د افغانستان د بیارغاونې د څار ځانګړې ادارې په ۲۰۲۰ میلادي کال په خپل راپور کې په افغانستان د وژل شوېو ملکیانو شمېر نږدې ۴۸ زره تنه ښودلی وو.

د سیګار د تېر کال په راپور کې په افغانستان کې د نورو هېوادونو د وژل شوېو عسکرو شمېر هم ۱۱۷۷ تنه یاد شوی و.

خو دا ارقام د کره‌توب په کومه کچه کې دي؟

شنونکي عبدالباري عارض ازادي راډیو ته وویل، دا شمېرې د هغو ډیټابېسونو له مخې چمتو شوي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د پېښو او افغان ځواکونو ته د هر ډول مرګ‌ژوبلې وروسته، ثبت کړي دي.

ښاغلي عارض زیاته کړه: "د دوی اوسني ارقام چې د افغان سرتېرو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې وړاندې کړي، تر ډېره بریده پورې ممکن ده چې واقعیت وي او یا هم واقعیت ته ډېر نږدې وي. په افغانستان کې د دوی څېړنې کېدای شي د بېلابېلو ډیټابېسونو د تحلیل او څېړنې پایله وي. "

شنونکي عبدالباري وايي خپرې شوې شمېرې د ډیټابېسونو له مخې چمتو شوي
شنونکي عبدالباري وايي خپرې شوې شمېرې د ډیټابېسونو له مخې چمتو شوي

د افغانستان ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ په ۱۸مه نېټه له سي‌.اېن‌.اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و، د لومړي ځل واکمنۍ له پیل یې نږدې ۴۵ زره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ترهګرو سره نښتو کې وژل شوي.

خو یو احتمال او اندېښنه دا هم ده چې په افغانستان کې د جګړو او نورو پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې کره شمېره تر ډېره وسایلو او سیمو ته د نه لا‌سي له امله نه ثبتېږي.

XS
SM
MD
LG