د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د بامیانو د بودا بت د بیا ړنګېدو هڅو اندېښنې راپارولي


ارشیف، بامیانو کې د بودا بتان
ارشیف، بامیانو کې د بودا بتان

د بامیانو د بودا بتانو پر لور د وسله‌والو ډزې.

پر ټولنیز رسنیو یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې شااوخوا ۱۰ کسان، له بېلابېلو اړخونو په دغو بتانو د کلاشنیکوف ډزې کوي.

په دې وېډیو کې طالبي ترانې هم اورېدل کېږي او کله چې ډزې شي د خنداګانو غږونه هم واورېدل شي.

وېډیو اخیستونکی شخص د وېډیو کولو پر مهال وایي چې دا کسان طالبان دي.

طالبانو په خپل لومړنۍ واکمنۍ کې د بامیانو لوی بت تخریب کړ.

د وېډیو اخیستونکي کس په خبره دا وېډیو د ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه شوې ده.

یو شمېر افغان فرهنګیان وایي، که څه هم افغانستان زیات شمېر لرغوني اثار او ابدات لري، خو ډېری یې له لوړو طبیعي او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

افغان فرهنګپال نجیب منلي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بامیانو بودا د هېواد او نړۍ په کچه لوړه ارزښتمن تاریخي ابده ده چې باید په سمه توګه وساتل شي.

د بامیانو د بودا بت
د بامیانو د بودا بت

ښاغلی منلی زیاتوي: "دا د دې ترڅنګ چې زموږ د تاریخ استازیتوب کوي زموږ د معاصر اقتصاد لپاره هم ستر رول لري ځکه که خدای وغوښتل او هېواد مو امن شو، نو دا هغه تورېستي جاذبې دي چې په ملیونونو خلک کولای شي د دوی لیدو ته راشي او دا به د افغانستان لپار د عاید یوه ستره سرچینه وي، نو د دغو تاریخو اثارو ساتل د ټولو افغانانو فریضه ده."

ښاغلی منلی له طالبانو غواړي چې د افغانستان تاریخي اثارو او فرهنګي ځایونو د خوندیتوب لپاره جدي پام وکړي.

د دې وېډیو له خپرېدو وروسته د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو طالبان بیا وایي، د دوی د رهبرۍ پرېکړه ده چې د افغانستان ټول تاریخي ابدات او اثار به په سمه توګه خوندي ساتل کېږي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمد الله وثیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تاریخي اثارو، ابداتو او ټولو لرغونو ځایونو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه دا ده چې دا هر څه به په خپل حال ساتل کېږي، د تخریب، قاچاق او په خپل سر کېندنه یو خوا او بلې خوا ته وړلو د دغو ټولو په اړه مطلق حکم راغلی چې دا په خپل حال پاتې وي، که څوک دغه غیر قانوني کار کوي د اسلامي امارت امنیتي ارګانونه به د هغوی مخنیوی او د قانون منګولو ته به‌یې وسپاري."

که څه هم له ښاغلي وثیق د ازادي راډیو پوښتنه مشخصه د همدې خپرې شوې وېډیو په اړه وه، خو نوموړي په دې اړه څه ونه‌ویل چې دا کار د چا له‌خوا ترسره شوی او یا هم په دې اړه څېړنې پیل شوي که نه.

احمد الله وثیق
احمد الله وثیق

دا پېښه داسې مهال کېږي چې طالبان یو ځل بیا په ټول افغانستان واکمن دي.

طالبانو په خپله تېره حکومتوالي کې د افغانستان ستر لرغوني او فرهنګي ځای د بامیانو بت د راکټونو او چاودېدونکو توکو په وسیله تخریب کړی و.

خو په تېرو ۲۰ کلونو کې د جمهوري نظام پر مهال دغه تاریخي ځای او بت بېرته ورغول شو.

وړاندې د بامیانو ولایت د دغې تاریخي سیمې لپاره هر ورځ په لسګونه کورني او بهرني سیلانیان ورتلل چې د تېر حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، هر کال په سلګونه زره افغانۍ عایدات ترې ترلاسه کېدل.

خو د دغو عایداتو دقیق شمېر نه‌و ښودل شوی.

XS
SM
MD
LG