د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

پاکستان ته د طالبانو له لوري ډپلوماټان استول څه معنی لري؟


یو شمېر چارواکو ویلي چې طالبانو پاکستان ته ډپلوماټان استولي دي - انځور له ارشیفه.
یو شمېر چارواکو ویلي چې طالبانو پاکستان ته ډپلوماټان استولي دي - انځور له ارشیفه.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت یوه چارواکي ویلي دي چې طالبانو پاکستان ته ډپلوماټان استولي دي چې هلته په سفارت او قونسلګریو کې کار وکړي.

چارواکي د اکتوبر په ۲۸مه نېټه د نوم نه ښوولو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د طالبانو حکومت سردار احمد شکېب د سفارت د لومړي سېکرټر په توګه وراستولی چې هلته یې د ناظم الامور یا شارژدافېیر په توګه دنده پیل کړې.

د چارواکي په خبره، طالبانو د اکتوبر پر ۲۷مه په پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته حافظ محب الله شاکر او د کوټې قونسلګرۍ ته یې ګل حسن د ډپلوماټانو په توګه استولي دي چې هلته اوسمهال انتظامي چارې پرمخ وړي.

د سفارت چارواکي وویل، طالبان ملا محمد عباس د کراچۍ قونسلګرۍ ته استوي او زیاته یې کړه چې یاد ټول کسان د افغانستان ډپلوماټیک پاسپورټونه لري چې ورباندې د پاکستان ویزې لګېدلې دي.

ازادي راډیو د اکتوبر په ۲۸مه نېټه پر دې موضوع د خبرو لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد ته ټېلېفونونه وکړل او ورته يې پر وټس ایپ پیغام واستاوه، خو ځواب یې ورنه کړ.

د ازادي راډیو مشال څانګې همدا راز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر ته ایمېل هم واستاوه خو هغوی د دې رپورټ تر بشپړېدو پورې ځواب نه وو راکړی.

البته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې په افغان سفارت او قونسلګریو کې د طالبانو د استازو له ټاکنو خبر دی.

دې چارواکي زیاته کړه چې ښايي دا کار د سفارت او قونسلګریو د انتظامي چارو په ښه ډول ترسره کولو لپاره شوی وي.

کله چې سفیر نه وي نو بیا چې هلته هر څوک ناست وي، هغه ناظم الامور وي.
اصف درانی

ازادي راډیو پردې موضوع د خبرو لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته ټېلېفونونه وکړل، خو هغه ځواب و نه وایه.

هاخوا د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، په دې اړه یې د بهرنیو چارو له وزارته معلومات غوښتي او چې کله یې ترلاسه کړل نو له رسنیو سره به یې شریک کړي.

د طالبانو د حکومت یوه بل چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د ازادي راډیو مشال څانګې ته منلې چې هغوی پاکستان ته ډپلوماټان استولي دي.

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د خپل سفارتي ماموریت پر بیاپرانیستو غور کوي - انځور له ارشیفه
اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د خپل سفارتي ماموریت پر بیاپرانیستو غور کوي - انځور له ارشیفه

دا پرمختګ پر داسې وخت شوی دی چې اروپايي ټولنې ویلي، په کابل کې د خپل سفارتي ماموریت پر بیا پرانیستو غور کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د دفتر د مشر جوزېف بورېل ویاندې نبیلې مسرالي د اکتوبر پر ۲۶مه د ازادي رآډیو مشال څانګې ته وویل، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو غواړي چې د افغانانو د مرستې لپاره هلته حضور ولري: "اروپايي ټولنه اوس مهال په افغانستان کې د کمترین حضور لرلو هڅه کوي. د امنیتي دلایلو له کبله موږ تفصیل نه شو ورکولی چې دا کار کله کوو؟ خو څه چې یادونه یې اړینه ده او موږ په بیا-بیا ویلي، دا دي چې دا کار په رسمیت د طالبانو د پېژندلو اشاره نه ده. موږ غواړو چې په ښه ډول د افغان ولس مرسته وکړو ځکه چې هغوی له موږ سره په نږدېوالي کې زموږ مرستې ته اړتیا لري او بله دا چې د دې دا معنی هم ده چې موږ له طالبانو سره روابطو ته اړتیا لرو."

مسرالي زیاته کړه چې اروپايي ټولنه ځکه له طالبانو سره اړیکې ساتل غواړي چې هغوی ورته د اروپايي وګړو او له خطر سره د مخامخو افغانانو له افغانستانه د ایستلو لپاره محفوظه لار ورکړي او بشري مرستو ته د افغانانو د دوامداره لاسرسي لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

موږ په بیا بیا ویلي، دا دي چې دا کار په رسمیت د طالبانو د پېژندلو اشاره نه ده. موږ غواړو چې په ښه ډول د افغان ولس مرسته وکړو.
نبیله مسرالي

د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د اګسټ میاشت په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په دې صورت کې اسلام اباد ته د طالبانو په استازیتوب د هغوی د ډپلوماټانو ورتګ او په کابل کې د اروپايي ټولنې د ډېپلوماټیک ماموریت د بیا پرانیستو احتمال د نړیوالو اړیکو او د ډپلوماټیکو اړیکو په اړه د نړیوالو کنوانسیونونو له پلوه څه معنی او حیثیت لري؟

په ایران، متحده عربي اماراتو او افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف دُرانی وايي، سفارتي تعلقات او د سفارتونو موجودګي جلا معنی لري.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، کله چې یو هېواد د بل هغه نوی حکومت یا رژیم په رسمیت و نه پېژني، نو پخواني سفارتي تعلقات پر ځای پاتې کېږي.

د ده په خبره، په دې صورت کې که هغه رژیم بل هېواد ته خپل ډپلوماټان واستوي، نو دا عادي کار دی، خو هغه ډپلوماټان بیا په کوربه هېواد کې د سفیر په توګه دنده نه شي ترسره کولای او یوازې د ناظم الامور حیثیت لري.

دی زیاتوي: "سفارتي اړیکې بېله خبره ده او سفارتونه چې خپل وجود لري، هغه بېله خبره ده. مثلاً [په ۱۹۸۰ز لسیزه کې] چې پر افغانستان [د حزب ډېموکراټیک خلق ګوند واکمن وو] نو موږ هلته سفیر نه درلود، خو هلته مو سفارت وو او موږ بیا هلته ناظم الامور لاره. کله چې سفیر نه وي نو بیا چې هلته هر څوک ناست وي، هغه ناظم الامور وي. په داسې وخت کې [په سفارت کې] تقررۍ او تبادلې [عادي روانې وي] خو هغه [ډپلوماټان] د سفیر درجه نه لري. نو [هغه حکومت کولای شي] چې سفارت ته څوک واستوئ او یا یې هېواد ته ستون کړي."

اصف دُرانی د اروپايي ټولنې له لوري په افغانستان کې د خپل ډپلوماټیک ماموریت د بیا پرانیستو او د نورو هېوادونو د سفارتونو مثال ورکوي او وايي، هغه دفترونه هم خپله دنده د پخوا په څېر پرمخ وړي او له ټولو ډپلوماټیکو حقونو برخمن دي.

دی وايي: "اوس لکه [اروپايي ټولنه] خپل سفارت بیرته کابل ته ورولي. دغه رنګه ترکیه، پاکستان، ایران، ازبیکستان، قزاقستان، چین او روسیه په کابل کې خپل سفارتونه لري، خو سفیر نه لري. موږ هلته خپل سفیر هم لرو، خو زموږ سفیر د کابل رژیم په رسمي ډول نه مني ځکه چې اسلام اباد هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی منلی."

دُرانی زیاتوي چې که بالفرض پاکستان یا بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، نو بیا د دواړو لوریو سفیران خپل اسناد په کوربه هېوادونو کې د دولت یا ریاست مشرانو ته وړاندې کوي او رسماً د سفیر په توګه کار پیلوي.

د اګسټ پر ۱۵مه نېټه طالبانو کابل ونیوه او شااوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډ مهالی حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړه.

طالبانو په سېپټېمبر کې ملګرو ملتونو ته هم لیک استولی وو او ورڅخه یې غوښتي وو چې د قطر د سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهېل شاهین دې هلته د دایمي استازي په توګه ومني، خو ملګرو ملتونو لا هم د افغانستان د پخواني حکومت استازي پر خپلو څوکیو ساتلي دي.

له پاکستان پرته، د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د افغانستان د نسکور شوي حکومت ډپلوماټان په سفارتونو کې دندې پرمخ وړي.

د افغانستان پخواني حکومت په جولای کې په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل د لور سلسلې علي خېل د تښتونې پېښې په غبرګون له پاکستانه خپل سفیر کابل ته وربللی وو.

همدا لامل وو چې د طالبانو تر واکمنېدو پورې افغان سفیر پاکستان ته نه وو ستون شوی.

په اګسټ میاشت کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو پوځیانو له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو بهیر بشپړاوه، نو لسګونه غربي هېوادونو هلته د خپلو سفارتي کار کوونکو شمېر هم کم کړ، خو چې د هم هغې میاشت په نیمايي کې طالبانو کابل ونیوه نو ګڼو هېوادونو له افغانستانه خپل ډپلوماټان او وګړي وا ایستل.

XS
SM
MD
LG