د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

کندز کې د طالبانو له واکمنېدو سره د خولۍ او برقې بازار ګرم شوی


په کندز ولایت کې د خولیو بازار
په کندز ولایت کې د خولیو بازار

په کندز ولایت کې د طالبانو په واکمنېدو سره د خولیو او برقو بازار تر بل هر وخت ښه ګرم او تود شوی دی او مینه‌وال یې هم مخ په زیاتېدو دي.

د کندز په بازارونو کې اوس د زیات شمېر ځوانانو پر سر کندهارۍ خولۍ او د نجو او ښځو پر سر برقې لیدل کېږي.

په دې ولایت کې دکانداران هم وايي چې اوس د دوی کار او بار ډېر ښه شوی دی.

د کندز ښار د چپن فروشي د رستې یو دکاندار ۳۵ کلن نصرالله ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د کندهارۍ خولیو او د برقو بازار ښه تود شوی دی.

دی زیاتوي: "زموږ کار او بار د پخوا پرتله ډېر ښه شوی، موږ دا برقې او واسکټونه خرڅوو. د برقې بازار ډېر ښه شوی، ځکه اوس خلک له برقې ډېره ګټه اخلي. مخکې موږ د ورځې لس برقې خرڅولې اوس د ورځې تر ۲۰ برقو پورې خرڅوو. زموږ زیات پېرېدونکي د کلیوالو سیمو خلک دي."

په کندز ښار کې د برقو دکان
په کندز ښار کې د برقو دکان

په دغې رسته کې په دکانونو کې شنې رنګه برقې او بیا دکانونو ته مخامخ د لښتي پر غاړه د تختونو پر سر ډول ډول خولۍ ایښودل شوي چې د هر لاروي پام ځان ته جلبوي.

د چپن فروشي د رستې یو بل دکاندار شفیع احمد هم له خپل کار او بار څخه خوښي څرګندوي.

دی وایي: "په پخواني حکومت کې د خولیو خرید او فروش ډېر پیکه وو. ان د یو شمېر خولیو خرید او فروش بېخي بند وو، ځکه په چک پاینټونو کې د خلکو له سرونو اخیستل کېدې. اوس خولۍ په ازادانه توګه خرڅېږي. له ۵۰ افغانیو نیولې تر ۶۰۰ افغانیو پورې خولۍ قیمت لري. اوس د خولیو پر سرول د خلکو ترمنځ ډېر رواج شوي، نو په همدې خاطر کار او بار یې هم ښه شوی دی."

د چپن فروشي د رستې یو بل دکاندار هم له خپل کار او بار څخه خوښي څرګندوي.
د چپن فروشي د رستې یو بل دکاندار هم له خپل کار او بار څخه خوښي څرګندوي.

د کندز ولایت د یو شمېر اوسېدونکو د خبرو له مخې، برقه او خولۍ د افغانانو د کلتور یوه برخه جوړوي او پر دې سربېره په ټولنه کې د حاکم دودونو له مخې هم زیات شمېر ښځې چادرۍ او ځوانان خولۍ پر سر کوي.

د دغه ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ یو اوسېدونکي نورالدین مندوخېل چې کندز ښار ته په سودا اخیستلو پسې راغلی وايي: "زه غواړم یوه خولۍ واخلم، دا کندهارۍ خولۍ اخلم. ځکه زموږ په ولسوالۍ کې دا کندهارۍ خولۍ رواج دي او خلک‌یې ډېر خوښوي په همدې خاطر زه دا خولۍ اخلم. دا خولۍ ۱۸۰ افغانۍ وايي او دا بله ۵۰۰ افغانۍ وايي. زه ورته وایم چې ۳۵۰ افغانۍ راکړه، خو په بیې کې نه‌یو سره جوړ شوي."

په داسې حال کې په کندز کې یو شمېر دکانداران د چادریو او خولیو د بازار ښه‌والي څخه خوښي څرګندوي چې د پخواني حکومت په حاکمیت کې چادرۍ خپل ځای حجاب ته پرېښی و او دغه‌راز د خولیو بازار هم خورا پيکه و، خو اوس خولیو او چادریو یو ځل بیا خپل ځای په بازار کې پیدا کړی دی.

XS
SM
MD
LG