د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د طالبانو حکومت:د مسکو غونډه کې له یوه روښانه پیغام سره ګډون کوو


ارشیف، طالب پلاوی په مسکو کې
ارشیف، طالب پلاوی په مسکو کې

د طالبانو حکومت وايي، د مسکو په غونډه کې د خپل دریځ د مطرح کېدو لپاره د موضوعاتو یو بشپړ نوم‌لړ لري.

مسکو سبا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی. دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۱ هېوادونه ور بلل شوي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، پلاوی یې له یوه روښانه دریځ سره دې غونډه کې ګډون کوي: "زموږ پلاوی به په مسکو کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تامین هڅه لا ډېره کړي او تر څنګ به یې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو خبرې وکړي. سیمه کې یو شمېر هېوادونو ته اندېښنې پیدا شوي چې پر هغې به خبرې وشي. په سوداګریزو موضوعاتو به بحث وشي او ډاډ به تر لاسه شي. موږ له یو پکېج سره ځو چې د هېوادونو سره نظریات شریک کړو او د هغوی نظر واورو. هیله لرم چې پایله به ولري."

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د مسکو د غونډې مهمه موضوع د افغانستان په اړه د یوې سیمه‌ییزې اجماع جوړېدل دي.

روسیه وايي، په نورو موضوعاتو د بحث ترڅنګ به، د طالبانو پر پلاوي د یوه‌ ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره ټینګار وشي.

روسیې دې کنفرانس ته، امریکا، چین، هندوستان او د پاکستان په ګډون د افغانستان ځینې نور ګاونډیان او د سیمې هېوادونه وربللي، خو امریکا که څه هم له دې کنفرانسه ملاتړ کړی، خو له ګډون یې په کې ډډه کړې.

بل‌خوا ایران هم پتیلې چې د روانې میاشتې په وروستیو کې په ورته موضوعاتو د بحث لپاره د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه غونډه جوړه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون رسنیو ته وویل، د تهران غونډه د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د یوې ورځې لپاره جوړېږي او منځ‌پانګه یې په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل او د سولې او ثبات راتګ دی.

نوموړي زیاته کړه: "تاسې ته دومره ویلی شم چې د دې غونډې کاري لایحه د تهران د هغه کنفرانس دوام دی چې وړاندې په انلاین ډول شوی و. ۶ هېوادونه به پر دې کار وکړي چې څه ډول کولی شي په افغانستان کې د ټولو قومونو څخه د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو او تر خوا یې د دې هېواد سولې او ثبات سره مرسته وکړي. "

ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان او ازبیکستان هغه هېوادونه دي چې د تهران په غونډه کې ګډون کوي.

په ورته وخت کې هندوستان د نوومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د افغانستان ګاونډیان وربللي، څو په دې هېواد کې روان وضعیت وڅېړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وویل، د تهران غونډه د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د یوې ورځې لپاره جوړېږي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده وویل، د تهران غونډه د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د یوې ورځې لپاره جوړېږي

هندي رسنۍ لیکي:

د روسیې، چین، ایران، تاجیکستان، ازبیکستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران به هغه اندېښنې مطرح کړي چې په وروستیو کې د افغانستان د وضعیت له امله ورسره مخ دي، خو طالبان په ایران او هند کې د جوړېدونکو غونډه په اړه بشپړ معلومات نه‌لري.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، روسیه او ایران په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت او وروستیو بریدونو اندېښمن کړي.

د هندوستان چارواکي بیا فکر کوي چې د طالبانو په واکمنیدو سره سم، د دوی تر ولکې لاندې کشمیر کې هم تاوتریخوالی زیات شوی.

چین که څه هم په ښکاره څه نه دي ویلي، خو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په لیکو کې چینچنايي او ایغور وسله‌وال د ځان لپاره خطر بولي.

د تاجکستان او ازبیکستان اسلامي غورځنګونه او تر خوا یې داعش هغه ډلې دي چې د افغانستان دا دوه ګاونډیان یې د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ یادوي.

د مخکني حکومت د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج د فبروري په ۱۸مه خبریالانو ته ویلي و، په افغانستان کې د ازبیکستان اسلامي غورځنګ، تاجکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ چین د ترکستان وسله‌والو په ګډون ۱۰زره بهرني ترهګر شته چې موخه یې منځنۍ اسیا او ختیځ ترکستان ته د جګړې غځول دي.

خو طالبان اوس وايي، دوی د ټولو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارېږي.

XS
SM
MD
LG