د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د کرکټ د شل اورېزو لوبو د نړیوال جام ځنډېدلې سیالۍ یکشنبې پیلېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کرکټ د شل اورېزو لوبو نړیوال جام چې د کرونا وبا ځنډولی و، بالاخره د یکشنبې په ورځ پیلېږي.

دا لوبې باید په ۲۰۲۰ میلادي کال کې شوې وی، خو کله چې اسټرالیا د کوېډ – ۱۹ د محدودیتونو په لړ کې خپلې نړیوالې پولې وتړلې دا لوبې هم وځنډېدې.

وروسته ټاکلې وه چې د دې کال په پیل کې د کرکټ د شل اورېزو لوبو د نړیوال جام سیالۍ هندوستان کې وشي، خو کله چې هند کې د کرونا وبا بیا زور واخېست، نو یو ځل بیا یې د کرکټ دا لوبې وځنډولې.

بالاخره د نړیوال کرکټ چارواکو وپتیله چې دا لوبې به په متحده عربي اماراتو او عمان کې ترسره کوي چې رسمي کوربه به یې بیا هم هندوستان وي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د هندوستان د کرکټ د ټیم د مخکښو لوبغاړو لپاره عربي متحده امارات د کرکټ له پلوه لکه دویم کور داسې دی او دا لوبغاړي د دې هېواد د لوبغالو له ورو پیچونو سره بلد دي.

د هندوستان د غوره لیګ سیالیو دویمه نمايي هم د عربي متحد اماراتو په لوبغالو کې ترسره شوې وه، خو یوازې هندوستان نه دی چې د عربي متحده اماراتو د لوبغالو شرایط به یې په ګټه وي بلکې یو شمېر افغان، پاکستاني، اسټرالیايي او نیوزیلاندي لوبغاړي هم په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو په لوبغالو کې لوبېدلي چې له شرایطو سره یې بلد شوي دي.

افغانستان د کرکټ د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام په دویم ګروپ کې له هندوستان، پاکستان او نیو زیلانډ سره شامل دی.

رویټرز خبري اژانس د پاکستان، هندوستان او نیوزیلانډ د ټیمونو او یو شمېر لوبغاړو چې افغانستان به ورسره په دویم ګروپ کې مخ وي د وړتیاوو یادونه کړې او د افغانستان د کرکټ د ټیم په اړه یې ویلي، د شل اوریزو لوبو په فارمټ کې د افغانستان لوبډله یوه له پیاوړو راپورته کیدونکو لوبډلو څخه ده.

خو د رویټرز په وینا په کابل کې د طالبانو بیا واکمنېدو د افغانستان د کرکټ پر ملي ټیم اغیزې کړې دي.

همدارنګه نوموتي توپ اچوونکي راشد خان هم د دې لوبو له کپتانۍ استعفا کړې چې په دې توګه یې محمد نبي ته چې د شل اوریز کرکټ لومړی درجه الراونډر دی د لوبې مشري ورپرېښې.

رویټرز وايي، راشد خان که څه هم په اۍ پي ایل کې د سن رایز حیدراباد په ټیم کې ډېره ښه لوبه ونه کړه، خو د نوموړی څرخیدونکې توپ اچونه په دې ګروپ کې هر ټیم ته ستونزه جوړولی شي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د لومړۍ پړاو د یو وړونکي ټیم په وړاندې د اکټوبر په ۲۵ مه په شارجه کې کوي او ورپسې به د اکټوبر په ۲۹ مه د پاکستان په وړاندې لوبیږي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG