د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د تایوان-چین سیاسي کړکېچ په زیاتېدو دی؛ چین د تایوان جزیره خپله ګني


ارشیف، ټایوان کې یو شمېر اعتراض کوونکي وايي چې دا هېواد د چین برخه نه ده.
ارشیف، ټایوان کې یو شمېر اعتراض کوونکي وايي چې دا هېواد د چین برخه نه ده.

د تایوان او چین ترمنځ سیاسي کړکېچ مخ په زیاتېدو دی. د تایوان د ولسمشرۍ دفتر د چین د ولسمشر شي جین پینګ د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښوولی دی.

د چین ولسمشر ویلي و چې ډېر ژر به دا هېواد او تایوان سره یو ګډ برخلیک ولري.

د تایوان ولسمشرې تسای اینګ وین، تېره ورځ د کرونا ویروس د کابو کولو د څرنګوالي یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې چین دې د تایوان د تابع کولو هڅه نه کوي.

ده تردې مخکې هم ویلي و چې د تایوان د راتلونکي په اړه یوازې د دغه هېواد خلک پرېکړه کوي.

د چین د ولسمشر شي جين پینګ د تېرې اوونۍ خبرې چې د تایوان او چین د راتلونکي د الحاق په اړه یې کړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ یې کړکېچ اوج ته رسولی.

تېره اوونۍ د چین دولت جنګي الوتکې هم په مکرر ډول د تایوان هوايي حریم ته ور داخلې شوې، دا کار تر دې مخکې هم د چین د دولت له خوا شوی وو، خو د چین د ملي ورځې د نمانځنې سره هم مهاله، ۳۸ چیني جنګي الوتکې چې په کې د اټم بم لېږدونکې الوتکې هم شاملې وې د جمعې په ورځ د تایوان هوايي حریم ته ورداخلې شوې.

د تایوان ولسمشرې تسای اینګ وین ویلي چې د دغه هېواد سرنوشت د تایوان د خلکو په لاس کې دی او له چینه یې غوښتي چې د ستونزې د حل په خاطر دې د خبرو اترو د میز تر شا حاضر شي.

د تایوان ولسمشر له جي ۷، ناټو او اروپايي ټولنې غوښتي چې په دغه هېواد کې د سولې او امنیت موضوع ته پام وساتي.

چین د تایوان ۲۳ میلیوني جزیره خپله ګني او وايي، که لازمه وه، یوه ورځ به یې ان په زور هم خپله کړي.

د چین ولسمشر شي جي پینګ، د چین سره د تایوان د یوځای کېدو پر سیاست ټینګار کوي. هغه ویلي، د چین لرغوني دود ته په پام چې د بېلتون مخالف دی، دغه هېواد به د تایوان پر جزیره حاکم شي.

XS
SM
MD
LG