د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د افغان کډوالو په اړه له اروپايي ټولنې د بشري حقونو د څار سازمان غوښتنه


یو شمېر کډوال
یو شمېر کډوال

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه استولي لیک کې له مختلفو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته دې رسیدګي وکړي.

په دغه لیک کې چې پرون د تلې یا میزان په نهمه استول شوی غوښتنه شوې چې اروپایي چارواکي باید د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې د هغو افغان کډوالو لپاره چې په ګاونډیو هېوادونو کې اوسيږي، یو هر اړخیز او پراخ پلان وړاندې کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ د اسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په اروپا کې دې د افغان پناه غوښتونکو لپاره روزنیز او کاري پروګرامونه جوړ شي.

نوموړې زیاته کړه: "د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه باید د کورنیو د یوځای کېدو امکانات، د کورنیو د غړیو د پراخېدو له پلوه زیات کړي ترڅو په دې توګه په اروپا کې افغانان له دې پرته چې په کوم موقف کې دي، وکولای شي چې په ضمانت خپلې کورنۍ له افغانستانه وباسي. همدارنګه دې د اسنادو او شواهدو شرایط اسانه کړي. اروپایي ټولنې ته دغه راز په کار ده چې د بشري ویزو پروګرام پراخ کړي. محصلانو او څېړونکو ته بورسونه زیات کړي او هم له پوهنتونو او نورو ادارو سره په هماهنګۍ د عالمانو، هنرمندانو او نورو لپاره د کاري ویزې امکانات زیات کړي."

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن وايي اروپا کې دې د افغان پناه غوښتونکو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ شي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن وايي اروپا کې دې د افغان پناه غوښتونکو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ شي.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، په اوس وخت کې په سلو کې نوي افغان کډوال په ایران او پاکستان کې اوسېږي.

افغانان دې درېیم هېواد ته چې د حقوقو یې درناوي نه کېږي، نه استول کېږي. 

دې سازمان په دغه لیک کې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د ارزونې پر اساس دې د افغان کډوالو لپاره پروګرامونه تنظیم شي او په هغو کې دې هغو افغانانو ته چې تر نورو زیات زیانمنونکي دي، پاملرنه وشي.

دغه سازمان په جولای میاشت کې سپارښتنه کړې وه چې اروپا دې په ۲۰۲۲ میلادي کال شااوخوا ۳۶ زره پناه غوښتونکي ومني او د نورو په نسبت باید افغان پناه غوښتونکو ته لومړیتوب ورکړي.

یوه بله یې غوښتنه یې دا ده چې اروپایي هېوادونه باید افغانستان ته د افغانانو جبري لېږل ودروي.

هیومن رایټس واچ دغه راز په وروستي لیک کې ویلي چې افغانان دې درېیم هېواد ته چې د حقوقو یې درناوي نه کېږي، نه استول کېږي.

اروپایي ټولنه وایي چې د اکتوبر په اوومه به په غونډه کې به له زیانمنونکو افغانانو سره د مرستې په اړه خبرې وشي.

د اروپایي کمېسیون د کورنیو چارو د کمېشنرې یلوا جوهانسن په خبره هغه کسان زیانمنونکي بلل کېږي چې د افغانستان د پخواني دولت سره یې کار کاوه او هم هغه نسل چې د یوې خلاصې ټولنې لپاره یې مبارزه کوله.

ټاکل شوې چې اروپایي هېوادونه د بشري حقونو په شورا کې د څه باندې څلویښتو هېوادونو په ملاتړ راتلونکې اوونۍ یو پرېکړه لیک تصویب کړي چې د نورو مسایلو ترڅنګ به د افغانستان لپاره یو ځانګړی رپورټر هم وګوماري.

د اروپایي کمېسیون د کورنیو چارو کمېشنره یلوا جوهانسن وايي، هغه کسان زیانمنونکي دي چې د افغانستان د پخواني دولت سره یې کار کاوه
د اروپایي کمېسیون د کورنیو چارو کمېشنره یلوا جوهانسن وايي، هغه کسان زیانمنونکي دي چې د افغانستان د پخواني دولت سره یې کار کاوه

دغه رپورټر به له افغانستان سره مرسته کوي چې پر نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د بشري حقونو او د بشري حقونو له ډلو د ملاتړ دنده ولري.

د اروپایي ټولنې په وینا ډېر کارونه په افغانستان کې د نوي حکومت په راتلو له ګډوډۍ سره مخامخ شوي دي.

له بلې خوا طالبانو ویلي چې له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او هېڅ چا ته به زیان ونه رسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په دې وروستیو کې ویلي چې غواړي د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره نوې اړیکې ټینګې کړي.

متقي ویلي چې افغانستان له ۴۳ کلونو راهیسې د پردیو د مداخلې او یرغلونو قرباني شوی، خو طالبان نه غواړي چې د نورو په څېر د سیاست قرباني شي.

XS
SM
MD
LG