د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

کندهار کې له لارو امنیتي موانع لېرې شوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کندهار ښاروالۍ د دغه ولایت د ښار د ټولو لارو او کوڅو څخه امنیتي موانع لېرې کړي.

د کندهار اوسیدونکي، د لارو او کوڅو څخه د امنیتي موانعو په لېرې کېدو خوښ دي او وايي چې دغه موانعو ښاري نظم خراب او ګڼه ګوڼه زياته کړې وه.

په کندهار ښار کې یو شمېر مهم سړکونه او لارې د تېرو شااوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د امنيتي ستونزو له امله د امنیتي موانع او سمېټي خښتو په واسطه تړل شوې وه چې له امله یې خلکو ته لارې اوږدې او په ښار کې یې د وسایطو ګڼه ګوڼه زیاته کړې وه.

دغه لارې د پخواني حکومت چارواکو د خپلو کورونو، دفترونو او دولتي تاسیساتو د ساتلو لپاره او ځينې یې د بهرنيو هېوادونو قونسلګريو د خپل امنيت په موخه تړلې وې.

خو له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، دغه موانع يې د لارو، کوڅو او سړکونو څخه ټول لېرې کړي دي چې د کندهار ښار اوسېدونکي هم ورڅخه خوښ دي.

د کندهار اوسیدونکی محمد ادريس وایي، د لارو تړل کېدو په ښار کې ګڼه ګوڼه زياته کړې وه له هغه وروسته چې دغه موانع لېرې شوي د ښار ګڼه ګوڼه ورسره کمه شوې ده.

دی زیاتوي: "دا خو بيخې ښه شو چې دغه خښتې یې ايسته کړې، دا لارې چې بندې شوې وې، په ښار کې یې ګڼه ګوڼه بيخې ډېره وه،اوس چې دا لېرې شول اوس د ښار يو څه دا رش سره کم شو دا هوسايي خلکو ته جوړه شوه."

محمد اسماعيل د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسیدونکی وایي، ټولې هغه کوڅې چې مخکې په سمېټي خښتو او يا هم د دېوالونو په واسطه تړل شوې وې، هم د تګ راتګ پر مخ خلاصې شوي دي چې خلکو ته یې اسانتياوې برابرې کړي دي.

هغه غوښتنه کوي چې ټولې لویې او کوچنې هغه لارې او پلچکونه چې د جګړو پر مهال وران شوي ژر تر ژره دې ورغول شي چې د خلکو ستونزې ورسره حل شي.

محمد اسماعیل زیاتوي: "خلکو ته ډېره اسانتیا جوړه شوه، پخوا به خلک پر اوږدو لارو تلل، اوس دا لارې سره لنډې شوې، د چارواکو څخه مې دا هيله ده چې دا لویې لارې سره سمې کړي، ویجاړ سړکونه، پلونه او پلچکونه دې هم ورغوي، لکه د شاوليکوټ ولسوالۍ لار، د هلمند او هرات هغه لويه لاره."

د کندهار ښاروالۍ مرستيال حاجي رحمت الله وايي، دوی د ښار د ټولو برخو څخه دغه موانع او سمېټي خښتې چې د پخواني حکومت پر مهال ايښودل شوي لېرې کړي دي.

هغه وایي، کندهار لومړنی ولايت وو چې د لارو، سړکونو او کوڅو څخه یې د دغه موانعو د لېرې کېدو پروسه پیل شوه.

رحمت الله زیاتوي: "په ټولو ولايتونو کې کندهار لومړی ولايت دی چې موږ دا کار پیل کړی دی، شل کاله تېر شول دا ولس شاهدالحاله دی چې دا ټولو لارې بندې وې، پیاده روونه بند وو، خپلو کورو ته یې تګ راتګ نه شوای کولای، موږ الحمدالله ټول لېرې کړل، اوس هم دا کار جريان لري."

په کندهار کې د یو شمېر ولسوالیو تر منځ غځیدلې سړکونه او لارې،سلګونه پلونه او پلچکونه د تېرو جګړو پرمهال وران شوي چې لا هم نه دي رغول شوي.

طالب چارواکي وایي، په ځينو ولسواليو کې یې د دوی له خوا د تخریب شویو پلچکونو د رغولو چاري پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG