د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

په افغانستان کې کورنۍ رسنۍ له شدیدو 'مالي زیانونو' سره مخ شوي


ارشیف، کابل کې یو شمېر خبریالان د یوې خبري غونډې د پوښښ پر مهال
ارشیف، کابل کې یو شمېر خبریالان د یوې خبري غونډې د پوښښ پر مهال

د جمهوري حکومت له سقوط او د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې کورنۍ رسنۍ له شدیدو مالي زیانونو سره مخ شوې.

تازه د اطلاعات روز ورځپاڼه چې د زمري میاشتې له ۲۴مې نېټې وروسته‌یې د اقتصادي ستونزو له امله چاپي فعالیت درولی او اوس یوازې انلاین خپرونې کوي، د دغې رسنۍ د کار د دوام لپاره دا مهال د چندې راټولولو کمپاین پیل شوی دی.

د افغانستان دغه نوم‌وتې چاپي رسنۍ په ۱۳۹۰ کال کې پرانیستل شوه.

د دغه رسنۍ مسؤلین وايي چې په سیاسي، اقتصادي، حکومتوالۍاو ټولنیزو برخو کې په خپلواکه او بې‌پرې توګه کار کوي.

خو د نویو بدلونونو او د رسنیو په زیانمېدو سره، اطلاعات روز هم زیانمنه شوه.

د اطلاعات روز ورځپاڼې دوه خبریالان چې ادعا شوې د طالبانو له لوري وهل ټکول شوي دي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې دوه خبریالان چې ادعا شوې د طالبانو له لوري وهل ټکول شوي دي.

د دغې ورځپاڼې مسؤل مدیر ذکي دریابي په خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې پیاوړو نجونو له اقتصادي کړکېچ نه د وتلو لپاره د اطلاعات روز ورځپاڼې لپاره د چندې راټولولو کمپاین پیل کړی، تر څو دغه رسنۍ خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی یو چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې د تېر نظام په سقوط سره ډېریو رسنیو هغه مالي سرچینې لکه د عامه پوهاوي اعلانونه، د ښځو او ماشومانو د حقونو او امنیتي ځواکونو پروژې له لاسه ورکړي چې ۹۰ سلنه مالي اسانتیاوې به‌یې دوی ته برابرولې.

د دغه بنسټ د چارواکو په خبره، ډېرې نورې رسنۍ هم د اطلاعات روز ورځپاڼې په شان له ورته ستونزو سره مخ دي، خو په دې سختو شرایطو کې د رسنیو د کار د دوام هرکلی کوي.

د نی د عدالت غوښتنې مسؤل نصیر احمد نوري ازادي راډیو ته وویل، دا بنسټ په دې تمه دی چې د رسنیو لپاره د معلوماتو رسولو او په افغانستان کې یې د فعالیت لپاره مناسبه زمینه برابره شي.

ښاغلی نوري زیاتوي: "اسلامي امارت باید د رسنیو لپاره یوه مناسبه تګلاره برابره کړي تر څو د دوی د فعالیتونو لپاره یوه ښه زمینه برابره شي او هغه لاسته راوړنې چې مخکې مو د بیان د ازادۍ لپاره ترلاسه کړي، وساتل شي او د رسنیو غږ غلی نه‌شي، زموږ تمه دا ده چې د طالبانو مشرتابه په دې اړه جدي پام وکړي تر څو رسنۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي."

په رسنیو کې مالي ستونزې د دې لامل شوي چې ډېری خبریالان خپلې تنخواګانې ترلاسه نه‌کړي او یا هم دندې پرېږدي.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل ازادي راډیو ته وویل چې د اطلاعات روز مالي ستونزې د اندېښنې وړ دي، خو په خبره‌یې دا مهال ډېری رسنۍ له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ښاغلي کړوخېل په خبره په ځینو رسنیو کې له دوو ماشتو راپدېخوا کارکوونکو یې تنخوا ګانې نه‌دي اخیستي.

ښاغلی کړوخېل وايي: "د رسنیو چې ټول مالي فعالیتونه په بانکونو کې و له بده مرغه اوس بانکونه هم په نورمال توګه کار نه‌کوي او د خبریالانو تنخواګانې هم چې له بانکونو ورکول کېدې له ستونزو سره مخ شوې دي او ډېری رسنۍ بیا دوه میاشتې کېږي چې خپلو خبریالانو ته‌یې تنخواګانې نه‌دي ورکړي، نو له دې وجې خبریالان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي."

بل‌خوا د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د هغو رسنیو د ملاتړ لپاره چې له مالي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دي کومه ځانګړې تګلاره نه‌ده برابره شوې، خو په خبره‌یې له هغو رسنیو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ د بیان ازادۍ ته کار کوي.

ارشیف، کابل کې یوه خصوصي رسنۍ
ارشیف، کابل کې یوه خصوصي رسنۍ

ښاغلي کریمي وویل: "اسلامي امارت له رسنیو سره د همکارۍ پروسیجر لري، خو د هغو پروګرامونو په اړه چې پر بنسټ‌یې د رسنیو فعالیت او پرمختګ تنظیم شي تر اوسه موږ ته کوم طرزالعل نه‌دی راکړل شوی."

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د راپور له مخې، تر اوسه پورې په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله ۱۵۳ رسنۍ تړل شوې دي.

وموغوښتل د اطلاعات روز ورځپاڼې لپاره د چندې د راټولولو کمپاین د پیل په اړه د دغې رسنۍ د مسؤلینو نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه‌توانېدو.

XS
SM
MD
LG