د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

مجاهد: ډېر ژر به یو شمېر هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني


یو افغان ماشوم
یو افغان ماشوم

په کابل د طالبانو له واکمنېدو یوه میاشت او ۱۰ ورځې تېرېږي، خو هېڅ یوه هېواد یې لا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبان وايي، د دې موضوع په اړه یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، ډېر ژر به یو شمېر هېوادونه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني: "بېلابېلو هېوادونو سره مو اړیکې شته، د هغوی استازي هم راغلي، موږ ورسره کتلي دي. د افغانانو حق دی چې په رسمیت وپېژندل شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوم موږ یو لیک هم واستاوه. په ځلونو مو هېوادونو ته تاکید هم استولی. هیله شته چې د رسمیت پېژندلو بهیر پیل شي او له هېواد سره مو ډیپلوماټیکي اړیکې ټینګې شي."

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد

ښاغلی مجاهد که څه هم د دې هېوادونو نومونه نه اخلي، خو په وروستیو کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران او قطر استازي کابل راغلي وو او هلته یې د طالب مشرانو سره خبرې کړې وې.

له دې وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم تاجکستان ته د خپل سفر پرمهال ویلي و، د افغانستان له نږدې ګاونډیانو سره یې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندو په میکانیزم خبرې کړي.

طالبان هم د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع له نړۍ سره د دوه اړخیزه تفاهم لپاره یوه اړتیا بولي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، افغانستان بهرنیو مرستو، بیارغونې او پیاوړې حکومتوالۍ ته اړتیا لري او د دې کار لپاره له نړۍ سره ډپلوماټیکي اړیکې اړینې دي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، دا موضوع نړیوالو هم درک کړې او پر همدې بنسټ غواړي له دوی سره ستونزې د تفاهم له لارې حل کړي.

په ښکاره نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع په یو شمېر شرایطو او د دوی په کړنو پورې محدوده کړې ده.

د بشر او ښځو حقونو ته درناوی، د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون، طالبانو ته د رسمیت ورکولو د شرطونو په توګه مطرح دي.

هغه شرطونه، چې که څه هم طالبان ورته ځان ژمن بولي خو د نړیوالو په باور دوی تر اوسه نه دي پوره کړي.

په کور دننه هم پر دوی انتقادونه دا دي چې ټولې ګمارنې تراوسه يوازې په دوی پورې محدودې دي او د ښځو د حقونو په برخه کې هم چې مهم هغه یې زده کړې او د دوی کار کول دي بشپړ او اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي.

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي غړو هېوادونو هم پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره په هره موضوع په یوه خوله عمل وکړي چې یو بحث یې د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل شي.

د چارو شنونکي هم وايي، نړیوال د طالبانو د رسمیت پېژندو لپاره بېلابېل شرطونه لري.

د نړیوالو اړیکو پوه شفیق همدم ازادي راډیو ته وویل، له افغانانو د ټاکنو او یا هم لویې جرګې په وسیله د مشروعیت اخیستل، د بشر او ښځو حقونو ته درناوی، د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون، طالبانو ته د نړۍ له‌خوا د رسمیت ورکولو د شرطونو په توګه مطرح دي.

د نړیوالو اړیکو پوه شفیق همدم
د نړیوالو اړیکو پوه شفیق همدم

ښاغلي همدم زیاته کړه: "داسې برېښي چې طالبان لا په بشپړه توګه چمتو نه دي چې دې شرایطو ته غاږده کېږدي، خو زه فکر کوم چې په اوږمهال کې دوی دا ومني او یا هم پرې ومنل شي. دم ګړۍ به دومره ستونزې و نه لري، خو په اوږدمهال کې د دې شرایطو پر وړاندې مقاومت به دوی ته زیات خنډونه او ستونزې جوړې کړي."

د طالبانو حکومت لا تر اوسه هغه هېوادونو هم په رسمیت نه دی پېژندلی چې په لومړي ځل یې د دې ډلې د واکمنېدو سم‌لاسي وروسته، دوی ته د یوه حکومت په توګه رسمیت ورکړ، خو ښکاري چې د دې ډلې د رسمیت پېژندنې لپاره تر ټولو ډېرې هڅې پاکستان کوي.

تازه د دغه هېواد صدراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته وینا کې په نړۍ غږ کړی چې د افغانستان د خلکو په خاطر، د طالبانو حکومت پیاوړی او باثباته کړي.

XS
SM
MD
LG