د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ملګري ملتونه: افغانستان کې بشري وضعیت لا هم خراب دی، زیاتو مرستو ته اړتیا ده


هېواد کې بې ځایه شوي کډوال مرسته اړتیا لري
هېواد کې بې ځایه شوي کډوال مرسته اړتیا لري

په افغانستان کې د سیاسي بدلون له امله ګن شمېر خلکو ته زیاتې اقتصادي ستونزې پیدا شوي.

د پخواني دولت کارکوونکی محمد هلال وايي، د دندې او په ځانګړي ډول د معاش نامعلوم برخلیک یې ژوند نور ور تریخ کړی او په وینا یې له شااوخوا ۴۰ ورځو راپه دېخوا د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هلال زیاته کړه: "د مخکیني دولت کارمندان کابو دوه میاشتې کېږي چې معاشونه یې نه دي اخیستي، د طالبانو له راتک وړاندې هم د یوې میاشتې معاش په دې ځنډېدلی و چې د هغه وخت حکومت غوښتل خپلو کار کوونکو ته معاش په الکترونکي بڼه ورکړي، خو هغه نظام سقوط شو، طالبان راغلل دا دی میاشت پوره ده، خو لا هم د معاش برخلیک نه دی معلوم."

خو په افغانستان کې دا یوازې هلال نه دی چې له دې ستونزې سره مخ دی، ښايي دده په څېر زرګونه کسان نور وي چې د ژوند سختې شپې او ورځې سبا کوي.

نړۍ هم د افغانستان روان اقتصادي حالت ته اندېښمنه ده.

تازه ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر د کمزوري کېدو په صورت کې د بشري ناورین خبر ورکړی.

ددغه سازمان (NUHCR) د مشر فليپپو ګرانډي افغانستان ته له درې ورځني سفر وروسته افغانانو ته د بیړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې.

ملګرو ملتونو د (NUHCR) مشر له قوله په یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې بشري وضعیت لا هم خراب دی.

د (NUHCR) مشر فليپپو ګرانډي
د (NUHCR) مشر فليپپو ګرانډي

په دغه راپور کې ویل شوي چې طالبان باید په افغانستان کې د بشر پاله بنسټونو مال او ځان خوندي کړي.

له بلې خوا به ښاغلي ګرانډي په خپل ټویټر لیکلي چې په تېرو درې ورځو کې یې په افغانستان کې له ګڼو طالب چارواکو سره لیدلي او په نورو مهمو مسایلو یې ورسره خبرې کړي دي.

د دې سازمان په راپور کې ویل شوي چې ښاغلي ګراندي په افغانستان کې د طالب چارواکو سره په دې هم خبري کړي چې ښځینه کار کوونکي دې ژر تر ژره دندو ته پرېښودل شي.

په دې راپور کې همدا راز کورنیو بې ځايه شوېو ته هم اشاره شوې او د هغو لپاره د بیړنیو مرسته غوښتنه شوې.

د (NUHCR) مشر له نړېوالو غوښتې چې په ایران او پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو دغه پلاوی د روانې میلادي میاشتې په ۱۴ مه نېټه کابل ته د روانو حالاتو د کتنې موخه راغلی و.

طالبان هم د ملګرو ملتونو دغه اندېښنه پرځای بولي او وايي چې نړۍ باید له افغانستان سره مرستې وکړي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي بلال کریمي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو اندېښنه پرځای ده او نړېوال باید له افغانانو سره مرستې وکړي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د جګړې ټغر اوس ټول شوی او هیچاته د سر زیان نشته: "په دې کې هېڅ شک نشته چې افغانان مرستو ته اړتیا لري، که نړېوال له موږ سره همکاري وکړي موږ خپله دننه په هېواد کې زیاتې منابع لرو، که نړېوال له موږ سره د مرستو به برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، موږ به په ډير کم وخت کې د قوي اقتصاد خاوندان شو."

افغانستان ته د یو شمېر هېوادونو بشري مرستې هغه مهال مخ په کمېدو شوې چې میاشت وړاندې طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان ټول ولایتونه ونیول.

له دغه بدلون سره امریکا خپل حضور په افغانستان کې پایته ورساوه او ټولو بشري بنسټونو دلته په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

له بلې خوا بیا د رامنځته شوي بدلون له امله زیات شمېر افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول ان تردې چې ځینو یې د خپلو مالونو د پلورلو لپاره هم اقدام وکړ.

خو له دې ټولو چارو سر بیا نړېوالو د جنیوا په ناسته کې چې روانه اوونۍ ترسره شوه له افغانستان سره د شااوخوا یو میلیارد ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG